ریښتیني بهادري

فَمَنْ عُفِيَ لَهُ مِنْ أَخِيهِ شَيْءٌ فَاتِّبَاعٌ بِالْمَعْرُوفِ وَأَدَاءٌ إِلَيْهِ بِإِحْسَانٍ ۗ ذَٰلِكَ تَخْفِيفٌ مِّن رَّبِّكُمْ وَرَحْمَةٌ ۗ فَمَنِ اعْتَدَىٰ بَعْدَ ذَٰلِكَ فَلَهُ عَذَابٌ أَلِيمٌ.

پس چا ته چې معافي و شي له خپل ورور له طرف نه، نو د روایتونو سره سم دې د دې اتباع و کړي او هغه ورور ته دې په نیکۍ سره څه معاوذه ورکړي. دا ستاسو پروردګار له طرف نه یو تخفیف او مهرباني ده، پس هر څوک چې د دې نه وروستو له حد نه تیر شي و کړي (یعني له فیصلې نه مخ واړوي) نو دې لپاره دردناک سزا ده.

(سورة البقرة، ۱۷۸)

زمونږ په بولې پورې سیمو کې زیات روایتونه داسې دي چې له اسلام سره بلکل سم دي. البته یو څو روایتونه داسې دې چې په اسلام کې نشته. یو داسې روایت د قصاص په معامله کې له حد نه تجاوز کول دی. یعني په اسلام کې دا نشته چې قتل یو کس و کړي، او قصاص له بل کس نه واخستل شي، یا یو کس قتل و کړي او د دې په بدل کې دوه کسان یا له دوو کسانو نه زیات په قصاص و رسیږي، یا قصاص واخستل شي او بیا د قصاص قصاص هم واخستل شي، او داسې یو نه ختمیدونکې سلسله شروع شي. د دغو ټولو خبرو نه بدۍ رامنځ ته کیږي. اسلامي قصاص سره خبره ختمیږي، خو په پښتونوالۍ کې چې کوم بدل رایج دی، هغه سره دشمنی را منځ ته شي.

د پولې پورې راډیو دا تګ لاره ده چې هر کله یو رواج د اسلام نه خلاف واقع کیږي، نو کوښښ کیږي چې له اسلام سره یې اصلاح و شي. مثلًا د بدل او غچ اخستو په سلسله کې په پښتانو کې زیاتی کیږي. پرځاې له دې چې بل فریق معاف شي، د بدل اخستو او بیا اخستو سلسله شروع کیږي، چې بیا په دښمنی بدل شي. ځنې دشمني هم داسې دي چې ختمیدل یې ډیر مشکل معلومیږي.

داسې په کنډاو کلی کې د ملا کریم خان او ملک بهادر دښمنی و. ملا کریم خان هر کله چې له حجرته بیرته راغلی و، نو خپل کلي ته نه شو تللی، ځکه هلته یې له ډیر وخت نه له ملک بهادر سره دښمنی ور ته پاتی و. د ملک بهادر ورور د ملاکریم خان ورور وژلی و، هر کله چې دوي د زمکې په لانجه کې جنګ و کړ. د ملا کریم خان د راتلو نه وروستو څه ډز ډوز هم و شو خو خدای خیر کړ، ملا کریم خان لږ ژوبل شو، خو ژوند یې له لاسه ور نه کړ. دواړه فریقین غوښتل چې دا دښمنی په سوله بدل کړي.

د پښتانو په ټولنه کې داسې کول، یعني د خلکو پیغور زغمول او د خدایي په خاطر په خپله فیصله ټینګ ادریدل، په حقیقي ډول بهادري ده. لکه د بخاري او مسلم په حدیث کې چې راځي:

لَیْسَ الْشّدِیْدُ بِالصُّرَعَةِ. اِنَّمَا الشَّدِیْدُ الَّذِيْ یَمْلِکُ نَفْسَهُ عِنْدَ الْغَضَبِ

بهادري په پهلوانۍ نه ده. بهادر هغه کس دی چې د غصې په وخت کې خپل نفس په قابو کې ساتي.

ملا کریم خان او ملک بهادر چې څنګه غوښتو، هغسې و هم شو. د حجرت په وخت کې ملک بهادر د ملا کریم خان څه زمکه لاندې کړې وه. هغه زمکه یې ملا کریم خان ته بیرته ورکړه، خو یو ټوټه زمکه یې له ملا کریم خان نه د دیت په توګه ایثاره کړه. دوي له هر قسم پیغور نه مخونه واړول او اوس د دوې تر منځ پریکړه داسې و شوه چې په دغې زمکې باندې چې ملا کریم خان د دیت په توګه ملک بهادر ته ور کړې ده، دوي به »د امن مدرسې« جوړوي، چې ملا کریم خان به پکې مهتمم او مدرس وي.

له هسکې مینې نه رخسار زنګ وهلی و او د پولې پورې ډرامې ستاینه یې و کړه

دا خو د پولې پورې ډرامې او د کنډو کلي خبرې دي. خو د خوشحالۍ خبره دا ده چې د پولې پورې ډرامې د اغیزې په وجه داسې د امن معاهدې په حقیقي دنیا کې هم تر سره کیږي. مثلًا د رخسار په نوم یو جینۍ مونږ ته له هسکې مینې نه، یعني له شینوارو نه و وی چې د دوي په خپلوانو کې د څلویښتو کالو دوښمني وه او هغه د ملاکريم خان او ملک بهادر ترمنځ چې څنګه روغه وشوه دهغې نه يي عبرت واخيستو او همغه شان روغه يې وکړه دوه مړي پکې شوي وه، بيا يي ورته په بدو کې دوه پټي او دولس لکه روپۍ ورکړي زمونږ خپلوانو ورته وويل چې پدې پټيو کې به د واړو ماشومانو لپاره ښونځی جوړ کړو يا به مدرسه جوړه کړو او پېسې يې ورته بيرته ورکړې.

یقینًا هغه کسان چې داسې فیصله و و کړه، ریښتینې بهادران، ريښتیني پښتانه او ریښتیني مسلمانان دي. الله دې ور ته توفیق ور کړي چې په خپله فیصلې باندې ټینګ ادریږي. خدای دي داسې توفیق ملا کریم خان او ملک بهادر ته هم ور کړي او خدای دې مونږ ته ـ یعني د پولې پورې ټیم ته زیات توفیق ورکړي چې داسې موضوعات په خپله ډرامه کې راولي چې نور هم اتفاق د پولې پورې سیمو په اوسیدونکو کې راولي.


No Comments »