Tuesday , July 7 2020
drenps
Home / Drama / [:en]THIS WEEK – in Da Pulay Poray drama [:ps]په دې هفته کې – د پولې پورې په ډرامه کې[:]

[:en]THIS WEEK – in Da Pulay Poray drama [:ps]په دې هفته کې – د پولې پورې په ډرامه کې[:]

[:en]

Episodes 693- 697

Broadcast between 30th of April 2017 and 4th of May

Zafar Khan has hit hard times:

Before his injury, at the hands of Matlab Shah, and the subsequent amputation of his leg, Zafar Khan was a feared person throughout the neighbourhood. Now that he has lost a leg, he is struggling to make ends meet. His wife Bas Pari managed to collect some contributions from women in Kashmala’s learning centre. Zafar Khan thinks that this charity will continue, but Kashmala – and especially Zarmina – have other ideas. Kashmala wants Bas Pari to learn embroidery, so that she can stand on her own two feet, rather than waiting for hand-outs. Kashmala’s sister, the more hot-headed Zarmina, has lost patience with Bas Pari, for begging in their women’s centre, and would like to chase her away, but Kashmala seems to have a soft spot for Bas Pari, and will have none of it.

Matlab Shah has got another bright idea, though one cannot blame Zafar Khan for being a bit wary of Matlab Shah’s bright ideas. He wants him to accompany him again to the provincial centre. What, for another spell of begging? To get Zafar Khan – a proclaimed offender – arrested by the authorities? Zafar Khan will have none of it. No, Matlab Shah has something else up his sleeve.

The fact of the matter is that Matlab Shah wants to register Zafar Khan as a handicapped person, who as such would be entitled to some assistance. ‘Go for it!’ Bas Pari is also in favour of the idea. ‌But like it or not, in order to register himself as a handicapped person, Zafar Khan is going to have to bite the bullet and travel to the provincial centre himself.

Abdul Raheem is having difficulty adjusting:

Abdul Raheem has returned with his parents to Kandao village. But Abdul Raheem, born and brought up in the country of refuge, is having difficulty adjusting. He is missing his friends and his education in the country of refuge. Things have been made worse by the difficulties his father has been having making a identity card for his son. Without an identity card – a tazkira – Abdul Raheem has no chance of being admitted to school. Waiting around, with nothing to do in Kandao village, has been a test of Abdul Raheem’s patience. And now, according to their neighbour Marjan, it seems that Abdul Raheem is keeping bad company.

The problem is, if Mullah Karim Khan says anything to Abdul Raheem, Abdul Raheem is only likely to become more disturbed and feel that he is already missing his friends in the place of refuge: now he is not allowed to make new friends in the home country! It is a big dilemma for Abdul Raheem’s parents. Their fears are borne out when Abdul Raheem’s mother finds a piece of hashish in the pocket of her son’s clothes, when she is washing his clothes. ‘Don’t tell Father!’ Abdul Raheem pleads with his Mother. ‘I promise I won’t do it again!’

Abdul Raheem’s mother does not share this incriminating evidence with the boy’s father, but she stresses to him the need to get Abdul Raheem’s work done quickly, so that he can continue his studies. The problem is, as listeners to Da Pulay Poray drama know, Abdul Raheem’s documents need to be attested by the Malik of his own village – Malik Bahadur. Malik Bahadur and Mulla Karim Khan have an old enmity – over land. Where can the two parties meet, which will be acceptable to both parties? They settle on the hujrah of Malik Ghani, as an appropriate place where both parties can meet, and complete the attestation of Abdul Raheem’s documents.

Look before you leap:

Farid is a fully qualified civil engineer, who up till now lived in Europe. He has returned to his native Kandao village, to play a part in local development. Now he has his chance, since work has started – under his leadership – on a small hydro-electric project in Kandao village. As is usual with development projects in Kandao village, there are lots of problems along the way. The latest problem to beset the project is the question of irrigation of farmers’ fields, while work is continuing on the channel that will propel the hydro-electric plant. This really was something that the village shura should have looked at prior to starting the project, and made special arrangements for. But they had a lot on their minds, what with the theft of power plant equipment.

So, for a change, Ajab Gul has a point when he stresses to Farid, and to the village shura, that they should have made some alternative arrangements for farmers, so that they would be able to irrigate their land while work was continuing on the hydro-electric plant. Okay, maybe he should not have taken the law into his own hands and irrigated his crop, in the process causing damage to the work done on the irrigation channel, but still, it is something the village shura really should have thought of in advance.

Nor can one really blame Mewa Gul for pouring scorn on Ajab Gul’s protests, that some way should be found for farmers to irrigate their crops, while work is being done on the channel for the hydro-electric plant. Okay, this time Ajab Gul has a point, but it is also true that Ajab Gul has a history of making trouble for trouble’s sake.

[:ps]

 

د۶۹۳نهتر۶۹۷برخېپورې

له ۳۰/۴/۲۰۱۷ نه تر ۴/۴/۲۰۱۷ پورې

برخه   ۶۹۳

صحنه۱: د ظفرخان کور دی. ظفرخان د خپلې میرمنې نه پوښتنه کوي چې د کشمالې د زده کړو مرکز نه دی بیا څه راوړي که نه؟ بس پري وايي چې د هغه ځای نه زمونږ تمه پرې شوله، ځکه یو خو زرمینه ده چې ما نه پریږدي او هغه په دې غصه ده چې تا یې کور سیزلی وو. ظفرخان وايي چې هغه څه کوې؟ کشمالې سره خبره جوړه کړه، هغه زړه سواندې ده. بس پري وايي چې هغه هم دې ته راضي نه ده چې نور د کلي ښځې ماته یو څه راکړي. ظفرخان وايي چې ولې نه غواړي؟ بس پري وايي چې هغه نه غواړي چې زه له خلکو نه تمه وکړم بلکه زه باید یو لاسي کار زده کړم او د هغې له لارې پیسې وګټم. ظفرخان وايي چې ښا نو مطلب دا چې نور دې مکر د کلي په ښځو تاثیر نه کوي او د دې لارې څه لاسته نه درځي. بس پري وايي چې هو نو! مجبوره یم چې د کشمالې خبره ومنم او خامک وغیره زده کړم. ظفرخان وايي چې ته خو به دا وکړې نو زه به څه کوم؟ بس پري وايي ستا خپل کار دی چې څه کوې هغه وکړه خو لاس تر زنې مه کینه.

صحنه۲: مرجان راځي د ملا صیب خوا ته او د عبد الرحیم په هکله ورته وايي چې پوهه یی کړه چې په خپلو ګرځیدو او ناسته ولاړه کې پام کوي کنه نو خدای مکړه سبا به درته کومه لانجه وګوري، ملا صیب وايي هغه ته خو ما څو ځل ویلي چې مونږ دښمني لرو او ښه ورته معلومه ده چې ملک بهادر ته اوس زمونږ د ځای معلومات هم وشو خو نه پوهیږم چې دا خبره ورنه ولې هیریږي، مرجان وايي دملک بهادر ویرې خبره نه کوم درته بلکه عبدالرحیم ما داسې کې په ناسته لیدلی چې هلته ښه خلک نه کیني ټول نشه یان او بد خلک هلته ناسته ولاړه کوي. ملا صیب د مرجان نه مننه کوي چې د ځوی په هکله یی خبرداری ورکړ.

صحنه۳: میوه ګل د عجب ګل پسې د عجب ګل کور ته راځي نو شبانه ورته ستړې مشي کوي او د راتګ په هکله ترې پوښتنه کوي. میوه ګل وايي چې عجب ګل څه شو؟ هغه پسې راغلی یم. دغه وخت کې عجب ګل د کوټې نه راووځي او غږ کوي چې زه دا یم! څه وایې راته؟ څه کار دې وو راسره؟ میوه ګل وايي هو! د بریښنا د بند په هکله ورته وایې چې ته ولې د کار په مخکې خنډونه پیدا کوې؟ اوبه دې راتړلې دي او ټول کار دې خراب کړی دی حال دا چې کلیوالو ته اعلان هم شوی وو. عجب ګل وايي چې زه خو د بریښنا د بند لپاره خپل پټي نه شم شاړولی. میوه ګل وايي چې ته د نورو کلیوالو نه ښه نه یې، څه چې نور کلیوال کوي هماغه به ته هم کوې. شبانه هم د میوه ګل خبره تایدوي خو عجب ګل یې د خبرو نه منع کوي. میوه ګل وايي چې د خان دښمن مه کیږه! تا چې کوم کارونه کړي دي هغه ټول ماته معلوم دي. د بریښنا وسایل هم تا غلا کړي وو خو ما درباندې پرده واچوله او د شرم نه مې هم وساتلې، که بیا دې داسې کار وکړ نو ښه به درته نه وي! عجب ګل یې د خولې پیښې کوي او وايي چې ځه خپل کار کوه! میوه ګل وايي چې افسوس چې کور کې یې، که بل ځای وای نو ما به ډیر اسانه پوه کړی وای. عجب ګل وايي چې بل ځای دې هم لاس خلاص!

صحنه۴: مطلب شاه د ظفرخان ځای ته راځي او غوښتنه لري چې یو ځل بیا ولایت ته لاړ شو خو ظفرخان ورته انکار کوي او وايي چې نور دا د شرم کار نه کوم. مطلب شاه وايي چې نو څه به کوې؟ کور در په غاړه دی. ظفرخان وايي چې هر څه وي زه پوهیږم چې څه باید وکړم، سوال خو یو د شرم کار دی او بل په دې پیسو زما کار هم نه کیږي. مطلب شاه وايي چې ته تکړه شه زه به هم درسره خوشحاله یم. وايي چې په تا ووریږي نو په مونږ به وڅڅیږي.

صحنه۵: د ملا صیب کور : ملا صیب عبد الرحیم ته د نصیحت په توګه وايي چې مونږ سره ددې کلي خلک ډیر د پخوا نه پیژني او په مونږ باور لري ته باید دا باور مات نه کړې. د عبدالرحیم په ځای یی مور ملا صیب ته ووايي چې باور به ولې ماتوي شکر دی تعلیم یی کړی څه نا پوهه خو ندی ، ملا صیب وايي عبدالرحیم ځینو کلیوالو په داسې ځای کې لیدلی چې هلته ښه خلک نه راځي ، نو عبدالرحیم په جدیت سره خبره شروع کړي ، دا کلیوال هسې دروغ وايي،ما دلته یو څو ملګري پیدا کړي اوس مې دوی سره له ناستې منع کوي ، په اصل کې دوی نه غواړي چې مونږ دلته و اوسیږو نو اوس دا بهانې ګوري ،خو زه د چا بهانې نه منم صفا دې راته ووايي چې ځئ لاړ شئ ،ملا صیب وايي داسې هیڅ خبره نشته کلیوال زمونږ خیر غواړي ، ته د یو عالم ځوی ستا د شان سره بې ځایه ناسته ښه نه ښکاري، راضیه ملا صیب ته وايي چې بس دی دا خبره نوره پریږده دا هلک خو به هم څه دروغ نه وايي، او بل دا چې کلي کې اوسیږي نو یو چا سره خو به خامخا کیني پاڅي.

صحنه۶: د عجب ګل کور دی. عجب ګل شبانې په غصه وي چې تا ولې د میوه ګل طرفداري کوله؟ شبانه وايي چې ما د هغه طرفداري نه کوله بلکه د حق طرفداري مې کوله! ما درته نه ویل چې ستا په ټولو کارونو میوه ګل لالا پوهیږي خو هغه ستا شرم خپل شرم ګڼي  نو ځکه یې په تا پرده واچوله. بیا ورته وايي چې ته هم د خپل ورور په هکله فکر وکړه او کارونه ورته مه خرابوه! عابد هم د مور په طرفدارۍ خبره شروع کړي او پلار ته وايي چې د بریښنا بند جوړ شي نو مونږ ټولو ته یې ګټه ده. مور مې د شپې کارونه په تیاره کې کوي چې رڼا وي نو هر کار به په اسانۍ کولی شي او زه به سبقونه هم ښه ویلی شم. عجب ګل زوی ته هم غصه شي او وايي چې د میوه ګل له لاسه خوار او زار یم، د بند کار یې راباندې ولې ونکړ؟ دا به زما له زړه نه ورته ووځي. شبانه وايي چې هغه کار ستا په وس نه وو او بله دا چې ته خو اوس د کشمالې کور کې مزدوري کوې. دا ولې په ځان خرابوې؟ د دې پر ځای خپلې مزدورۍ ته فکر وکړه.

برخه   ۶۹۴   

صحنه۱: د کشمالې د زده کړو مرکز دی. زرمینه بس پري او تورپیکۍ ته چای اچوي او د بس پري سره په ډیر ښه انداز خبرې کوي. تورپیکۍ بس پري ته وايي نن خو په زرمینې ډیره ګرانه شوې یې. بس پري وايي چې دا ټول د کشمالې برکت دی نو تورپیکۍ پوښتنه وکړي چې څنګه د کشمالې برکت دی؟ زرمینه وايي چې دا به درته زه ووایم، زه په دې خبره کشمالې پوهه کړم چې زمونږ کور ظفرخان سوزولی وو او بس پري په کې هیڅ ملامته نه ده او زما بس پري په همدې خاطره بدې راتله خو اوس چې ملامته نه ده نو زه ولې ورسره بد چلند وکړم؟ تورپیکۍ ورنه ډیره خوشحاله شي او بس پري ته وايي چې اوس خو نو ستا بله شوه چې زرمینې دې طرفداری وکړ، د میاشتو کار به په ورځو کې زده کړې.

صحنه۲: د بریښنا د بند ځای دي. کار روان دی. عجب ګل د فرید خواته راځي او ورسره سلام کلام کوي او بیا ورته وايي چې تاسې دومره لوی کار پیل کړی او زمونږ په پټو مو اوبه بندې کړي، اخر مونږ به کوو څه؟ پټي به مو شاړ وي؟ فرید وايي چې مونږ د کلیوالو راحت غواړو نه دا چې تاوان ورسیږي. عجب ګل وايي چې بیا نو زمونږ لپاره د اوبو غم وخورئ، که زه څه وایم نو دستي خلک وايي چې عجب ګل د کار مخه نیسي. فرید ورته ډاډ ورکوي چې زه به دا خبره د شورا سره شریکه کړم. عجب ګل وايي چې شورا ولې د مخکې نه دا فکر نه کاوه. بیا وايي چې که د حل لاره یې ونه ووځي نو بیا د ګیلې حق نه لرئ! مونږ خپلې ځمکې شاړې نه شو پریښودی.

صحنه۳: د ملا کریم خان کور : عبد الرحیم کور ته راځي نو مور یی په جامو وینځلو بوخته وي نو عبد الرحیم ته هم وايي چې جامې دې خیرنې شوي راته یی راکړه چې ويي وینځم . خو عبد الرحیم انکار کوي او وايي پاکې دي پروا نه کوي. مور یی ورباندې ټینګار کوي چې خیری ورباندې د ورایه معلومیږي ، د هجرت په ځای کې خو به دې هر وخت پاکې جامې اغوستې او اوس یی دومره پروا هم نه کوې؟ عبدالرحیم پروا به یی څه وکړم . د هجرت په ځای کې خو به هره ورځ سبق ته تلم دلته به چیرته لاړ شم. هغه څو ملګري مې پیدا کړي هغوی سره مې څوک ناستې ته هم نه پریږدي. مور یی ورته وايي خیر دی ځویه پلار دې هم ښه خبره کوي په ملک بهادر باندې باور ندی پکار هسې نه نقصان درته ورسوي. بیا وايي ځه لاړ شه کوټه کې جامې بدلې کړه او خیرنې جامې راته راوړه چې ويي وینځم.

صحنه۴: د ظفرخان ځای دی. ظفرخان بار بار زنګونه وهي خو څوک ځواب نه ورکوي نو ډیر په غصه وي همدغه وخت مطلب شاه راځي اوپوښتنه ترې کوي چې ولې غصه یې او چاته؟ ظفرخان وايي چې خپلو خلکو ته زنګ وهم خو یو هم زنګ نه پورته کوي. مطلب شاه په طنزیه انداز وايي چې ظفرخانه اوس هغه پخواني خوبونه مه وینه، اوس دې په خوله څوک پیاز هم نه خوري، ښه خبره همدا ده چې زما خبره ومنې او خپل ژوند مخې ته بوځې. ظفرخان وايي چې نو ته خو په ما سوال کوې! د حیاء عزت سړی یم، ولې مې خلکو ته سپکوې؟ مطلب شاه طنزیه خندا کوي او بیا ورته وايي چې نور درباندې سوال نه کوم، ستا په هکله مې بل فکر کړی دی. باچا به یې باچا خو ته یو ځل بیا راسره ولایت ته لاړ شه. ظفرخان حیرانیږی وايي چې بیا درسره ولایت ته لاړ شم؟ په چا مې نیسې. زه درسره نه ځم! که څه کولی شې نو خپله یې وکړه!

صحنه۵: ازاده فضاء ده. فرید میوه ګل د عجب ګل د راتګ په هکله خبره کوي نو میوه ګل سم د واره وايي چې د هغه خبرو پسې مه ګرځه! د هغه خبرې ټولې لانجې نه ډکې وي. فرید ورته ټوله خبره کوي چې دا ځل د عجب ګل غوښتنه پر ځای ده او ته ورته ملامت یې، خکه هغه د خپلو پټو لپاره د اوبو لار غواړي او د شورا غړو په دې هکله هیڅ فکر نه دی کړی چې د پټو اوبه کولو لپاره به بدله لار کومه وي؟ میوه ګل وايي چې ستا خبره سمه ده خو هغه وخت مونږ سره د بریښنا د ورکو وسایلو غم وو او چې کله پیدا شو نو په کار مو تادي کوله تر څو بیا ورک نه شي او دې خبرو ته مو بیخي فکر نه شو. فرید وايي چې اوس هم څه تلي راغلي نه دي او اوس هم وخت دی چې په دې هکله فکر وکړو، تر څو پټو ته اوبه هم لاړې شي او هم د بریښنا د بند کار روان وي.

صحنه۶: د ملا صیب کور: راضیه عبدالرحیم ته بې واره غږونه کوي چې هغه راځي نو راضیه ورته وايي چې دا ستا په جیب کې دا څه را ووتل؟ عبدالرحیم وايي څه راووتل؟ راضیه وايي پلار ته چې دې چا ستا په هکله ویلي وو چې نشه یانو سره ګرځي لکه چې هغه خبره ریښتیا شوه دا وګوره ستا په جیب کې چرس راپیدا شو، دا له ستا په جیب کې څه کوي. عبدالرحیم غواړي خبره بدله کړي ، نو مور یی ورته وايي تا خو تعلیم کړی پلار دې درته تمه لري ، خو که اوس پدې هکله خبر شي نو څه به وايي؟ عبدالرحیم وایی دا زما نه دي دا به راته کوم ملګري په جیب کې قصداً اچولي وي ، راضیه وايي چې هر څه دي خو ستا په جیب کې پیدا شوي ،عبدالرحیم مور ته زارۍ کوي چې زه ریښتیا وایم دا زما ندي او پدې هکله مې پلار ته څه مه وایه زه بیا هغه طرف ته نه ځم.

برخه   ۶۹۵ 

صحنه۱: مطلب شاه د ظفر خان ځای ته راځي ستړی ستومانه وي د سلام کلام نه روسته ورته وايي چې ستا له خاطره ولایت ته لاړم تر څو تاته د معذورتیا کتابچه جوړه کړم ،خو له بده بخته چې کار ونه شو. ظفر خان ورته وايي څنګه کار ونشو او څنګه د معذورتیا کتابچه؟ تا خو ماته ډیرې لافې کړې وې. مطلب شاه وايي هلته ستا شتون ضرور وو تر څو دا تائيد وشي چې ته په ریښتیا معذوره یی، ظفر خان وايي هممممم درباندې پوهیږم مطلب شاه چې زما د سر سودا دې چا سره کړې اوس مې پدې بهانه ځان سره بیايي؟ مطلب شاه وايي نه داسې به ولې کوم بیا ورته فورمه له جیبه راوباسي چې هن دا وګوره کاغذونه مې درته راخیستي خو چې مقصد ته لاړ شې نو کار خلاص دی بیا به هره میاشت نغده تنخوا اخلې  اوس وایه راسره ځې که نه؟ظفر خان وايي زه به ستا په خبره فکر وکړم بیا به درته ووایم.

صحنه۲: د ملا صیب کور : ملا صیب ته راضیه وايي چې نور د عبدالرحیم کار خلاصول په کار دي بس دی تر څو به هغه داسې خوشې تشې ګرځي ، ملا صیب وایي زه هم غواړم چې د تذکرې کار یی خلاص شي اسنادونه یی ارزیابي شي او دلته نور سبقونه ووايي خو څه وکړم د ملک بهادر سره مې خبره سر نه نیسي . راضیه وايي نو هغه خو رضا شوی وو چې د عبدالرحیم تذکره تائید کړي. او تاسې ولسوالۍ تللي هم وئ، ملا صیب وايي خو بیا ملک بهادر رانغی ځکه هغه په مونږ باور نه لري لکه څنګه یی چې پرې مونږ نه لرو. راضیه وايي خو بیا داسې وکړئ کنه چې مشران ور ولیږه او د یو دریمګړي په ځای کې ورباندې خپل کار وکړه. د ملا صیب دا خبره خوښیږي.

صحنه۳: ملک ، فرید ،میوه ګل او مرجان عجب ګل د خبرې په هکله غږیږي چې هغه او نور کلیوال د پټو لپاره د اوبو غوښتنه کوي او باید دا ستونزه حل شي چې د اوبو لپاره یوه لاره وي. اول خو ملک په شورا نیوکه وکړي چې ډير بې فکره خلک یی دي ځکه یوې خبرې ته یی هم فکر ندی کړی او دا کار دوی په قصد سره کړی . میوه ګل وايي مونږ څه داسې کړي ؟ نو ملک همدغه د ویالې خبره کوي او بیا د ژرنده ګړي سره د ژرندې د اجارې خبره چې میوه ګل پکې د چا سره مشوره نه ده کړی دوی پدې شان غواړي هغه کار چې زما په امر شروع شوی مخه یی ونیسې او ما خلکو ته پاتې راولي. میوه ګل د ځان سپیناوی کوي خو مرجان بیا د ملک خبره تائیدوي چې په کار وه داسې خبرو ته د بريښنا بند جوړولو نه مخکې فکر شوی وای، فرید وايي چې دا ټولې نیمګړتیاوی شته بیا به داسې نه کیږي اوس تاسې د پټو لپاره د اوبو د لارې په هکله فکر وکړئ چې څه به کوو؟ ملک وايي اوس دې میوه ګل نو دا ستونزه هم حل کړي چې په هره خبره کې ځان مخکې مخکې کوي ، زه مو پدې خبرو کې نه یم خو د بريښنا د بند جوړیدل غواړم هغه که هر څنګه وي.

صحنه۴: ملا صیب سردار اکا ته وايي چې که ته ملک بهادر ته ورشې او دې ته یی راضي کړې چې زمونږ ستونزه د یو دریم ګړي په ځای کې حل شي او تاسې مشران مو تر منځ ضمانت شئ نو څنګه به وي؟ سردار اکا وايي زه خو به شل وارې دا کار وکړم خو که ملک بهادر ورته غاړه کیږدي. ملا صیب وایي خیر دی، ته ورشه او خبره ورسره وکړه چې هر ځای هغه ته مناسب ښکاریده نو زما ورسره خوښه ده خو چې زمونږ د عبدالرحیم د تذکرې کار وشي او لاړ شي خپلو سبقونو ته.

صحنه۵: ظفر خان کور دی. بس پري ظفر خان ته وايي چې ته ولې په کور کې ناست یې؟ چیرته لاړ شه یو څه پیسې پیدا کړه تیارې ته مه کینه، تر اوسه خو ښه وو د کشمالې د کور نه مې یو څه راوړل اوس خو هغه هم راباندې بند شول او ما ته وايي چې لاسي کار و کړه او د دې پر ذریعه څه شی ځان ته پیدا کړه. ظفر خان وايي زه نو کومه خوا لاړ شم؟ اوس له مطلب شاه پرته نور راسره څوک ندي پاتې او مطلب شاه چې ما کوم ځای ته بیایي نو هلته زه نشم تللی. بسپري وايي هغه تا کوم ځای ته بیايي؟ ظفر خان وايي ولایت ته او هلته راته د معذورتیا کتابچه جوړوي .نو بسپري ورته سم د واره ووايي چې لاړ شه کنه ولې نه ځې؟ ظفر خان وايي ډاریږم چې څوک مې ونه نیسي ولې تا نه هیر شو چې ما د کلینیک خلک نیولي وو او وهلي وو؟ بسپري وايي مه ډاریږه! پدې حال کې تا څوک نه نیسي! تا خو هسې هم خپله سزا ولیده، په پښه ګوډ شوې.

صحنه۶: میوه ګل فرید ته وايي چې د ملک په خبرو ما فکر وکړ مونږ په ریښتیا هم ډیره بې غوري کړي خو اوس باید چې دا ستونزه حل شي ته باد د کلیوالو د پټو اوبه کولو لپاره یوه طرحه برابره کړې . فرید وايي ما پدې هکله فکر کړی د همدې بریښنا بند دیوال سره چې کوم پټی دي په هغوی کې به یوه نوې فرعي ویاله د کلیوالو په مرسته وکنو د څه وخت لپاره به ترې کار واخلو میوه ګل وايي سمه ده خبره به سبا د کلیوالو سره شریکه کړو او کار به پرې پیل کړو.تر هغې ته د ویالې لپاره نښې جوړې کړه، خو یوه خبره شته. څه خبره؟ فرید وایي دا چې د بریښنا بند ته نږدی ټوله د ملک زمکه ده. الله دې و کړي چې د ویالې په تیرولو څه اعتراض ونه کړي!

برخه  ۶۹۶ 

صحنه۱: مطلب شاه د ظفرخان ځای ته راځې او پوښتنه ترې کوي چې ولایت تلو ته یې تابیا راغلې او که نه تر څو د معذورو کتابچه درته جوړه کړم؟ ظفرخان خپل رضایت ښايي خو دا شرط ورته وړاندې کوي چې هلته به ما څوک نه نیسي او که چا ونیولم نو ذمه وار به مې ته یې. مطلب شاه ورپورې طنز کوي چې په تا اوس څوک څه کوي؟ که یې ته په رښتیا نیولې هلته په روغتون کې یې نیولې نو بې غمه اوسه! سرې سترګې راسره ځه.

صحنه۲: سرداراکا د ملاصیب ځای ته راځي نو ملاصیب ترې پوښتنه کوي چې ملک بهادر سره دې خبرې وشوې او که نه؟ سرداراکا وايي هو! هغه دې ته راضي دی چې د عبدالرحیم تذکره د ملک غني په ځای کې تایید کړي. ملاصیب وايي چې ښه خبره ده خو چې د ملک غني ځای یې ولې غوره کړ؟ هسې نه کومه بله لوبه یې جوړه کړې نه وي! سرداراکا وايي بې غمه اوسه! زه څه لپاره یم؟ ستاسې ترمنځ پرته دښمني به شاته غورځول کیږي، اوس به یوازې د تذکرې په هکله خبرې کیږي. سبا به سره یو ځای کیږو.

صحنه۳: د کشمالې د زده کړو مرکز دی. تورپیکۍ د بس پري نه پوښتنه کوي چې د خامک کار دې څنګه کړ؟ بس پري وايي چې لګیا یم هڅه کوم خو فکر نه کوم که یې زده کړم؟ ځکه کور کې ډوډۍ ته حیرانه یم. تورپیکۍ وايي چې زړه کلک کړه او خواري وکړه چې د دغه احتیاج نه خلاصه شې. دغه وخت صبرو راځي د ستړي مشي نه پس د بس پري سره خبرې پیلوي چې زه د هم هغه د لاسه په یو لاس معذوره شوم. تورپیکۍ صبرو ته وايي چې اوس د دې خبرو نه تیره شه، په دې خوارانو خو ډیره بده ورځ راغلې. بس پري ته موقع په لاس ورځي او د صبرو نه سوال کوي. صبرو ورته انکار کوي نو دې وخت کې زرمینه راځي او د لانجې په هکله پوښتنه کوي. صبرو ورته حال وايي چې له مانه یې سوال کولو. زرمینه بس پري ته په غصه شي او له کوره یې وشړي چې ولې یې سوال کولو؟ ته خو مونږ منع کړې وې.

صحنه۴: د ملاصیب کور دی. عبدالرحیم د مور سره خبرې کوي چې که دا ځل زما تذکره جوړه نه شوه نو بیا به تاسې زما مخه نه نیسئئ بیا زما خپله خوښه ده چې چیرته ځم او څه کووم! مور یې ورته تسلي ورکوي چې الله مهربانه دی پلار دې هڅه کوي. همدغه وخت ملاصیب کور ته راننوځي او عبدالرحیم ته زیری ورکوي چې ملک بهادر سره یې ستونزه حل شوه. اوس راځه چې لاړ شو او کار خلاص کړو. عبدالرحیم وايي چې کوم ځای ته؟ د ملک بهادر ځای ته خو زه نه ځم! ملا صیب وايي چې د ملک بهادر ځای ته نه بلکه د ملک غني ځای ته به ملک بهادر راځي. راضیه خوشحالیږي او زوی ته وايي چې نور نو باید ځنډ ونکړي. د پلار سره دې روان شه، هسې نه ملک بهادر بیا څه بهانه وکړي او شته فرصت به له لاسه ورکړو.

صحنه۵: د میرو ځای دی. صبرو میرو ته وايي چې خبر یې او که نه؟ د ظفرخان میرمن په پردیو درګاګانو سوال کوي. میرو وايي چې ته چا خبره کړې؟ صبرو وايي چې زه د کشمالې د زده کړو مرکز ته تللې ووم هلته مې د ظفرخان میرمن ولیده. چې ریښتیا خبره وي نو دوي ته د خپل عمل سزا و رسیده. ما چې د دې بد خال و کتو نو ما هم و وی چې خدایه ته خو لوی خدای یی او د ظالم نه همیشه خپله بدله اخلی میرو وايي چې د یو چا په بدحالت مه خوشحالیږه. بنده په یو حال نه دی. صبرو وايي چې خوشحالیږم نه خو د دوي ظلمونو ته و ګوره او اوس یې انجام ته و ګوره. د ظفرخان د لاسه زما لور مړه شوه، زما لاس پرې شو. خدای دې ورباندې د دې نه هم بدتره راولي. میرو وايي چې هر څه ظفرخان کړي وو، میرمنه یې بې ګناه ده. که دې وسع کیږي نو مرسته یې وکړه. صبرو وايي چې زړه نه غواړي ځکه ما او لور سره مې ډیر بد شوي دي.

صحنه۶: د ملک ځای دی. سرداراکا ملاصیب ته کاغذونه ورکوي چې د عبدالرحیم د تذکرې تایید خو وشو او ملک بهادر هم په خپله مخه ولاړ، اوس نو کاغذونه رسول غواړي چې تذکره واخلي او خپل سبق ته ادامه ورکړي. ملاصیب ترې مننه کوي او عبدالرحیم ته وايي چې اوس نو ملا وتړه او او خپل سبقونه ووایه. عبدالرحیم وايي ایله خو د تذکرې تایید وشو زما سندونه خو لا پاتې دي. خدای خبر شه هغه به څومره وخت نیسي. ملاصیب وايي چې سخت کار یې همدا وو او دا وشو نور کار په ولایت کې دی. تازه ګل به درسره لاړ شي او د اسنادو کار به دې هم راخلاص کړي، ځکه هغه یو څه بلد دی. عبدالرحیمواييچېخدایخبردتذکرېکارکېدومرهوزوریدمچېهلتهبهلاڅهکیږي؟

برخه   ۶۹۷ 

صحنه۱: د ولایت بازار دی. ظفرخان د مطلب شاه نه پوښتنه کوي چې زما کار څنګه شو؟ کیږي او که نه؟ مطلب شاه وايي چې ته ولې وارخطا یې! مطلب شاه د ژرندې د پلونو د منځ نه، د غنمو دانه روغه راوباسي. هن دا واخله ستا فورمې. نور دې کار خلاص دی یوازې د ملک او ولسوالۍ نه تایید پکار دی. ظفرخان وايي چې د څه تایید؟ ملک به ماته د فورمو تایید وکړي او که نه؟ مطلب شاه ورته وايي چې دا دومره خبره نه ده، زه به ورباندې کار کوم، خو ته زما حساب ځان سره یاد نیسه، په دې فورمو مې هم دوه زره افغانۍ لګولی. ظفرخان وايي نو تا خو ویل چې زه درته دا کار همداسې کوم، اوس پیسې څنګه منځته راغلې؟ مطلب شاه وايي په اول سر کې خو به پیسې لګوي. بیا وايي چې ځه اوس کلي ته ځو ناوخته کیږي.

صحنه۲: د خلکو ګڼه ګوڼه ده. میوه ګل، ملک، مرجان او نور کلیوال راټول دي میوه ګل د فرید له لورې جوړه شوې طرحه د خلکو سره شریکوي چې باید یوه فرعي ویاله تیره شي او کلیوال خپل پټي اوبه کړي. ملک وايي دا ویاله به کوم ځای کې تیریږي؟ میوه ګل وايي د بریښنا د بند سره یو ځای ، ځکه د اوبو بند په همدې لاره دی کلیوال به په اسانه پټو ته اوبه تیروي. نو ملک په قهر شي چې ښا نو تاسې دا تاوان زما سر ته را وباسئ ؟ ځکه هلته خو ټوله زما ځمکه پرته ده داسې هیڅ کله نشي کیدی . مرجان غواړي قناعت ورکړي چې شورا بله لار نه لري که د بل چا ځمکه هلته وای نو شورا به د هغه په ځمکه دا ویاله تیروله . ملک وايي نه یی منم ورسره چې د کلیوال او شورا خپلو منځو کې هر څه کوي ودې کړي خو زه په خپله ځمکه کې لښتي نشم تیرولی. همدې سره ملک روان شي.

صحنه۳: د کشمالې کور دی. کشماله د زرمینې نه پوښتنه کوي چې بس پرې دا دوه ورځې کیږي چې نه راځي، ته خو یې په هکله معلومات نه لرې؟ زرمینه وايي چې ولې نه، د هغې زړه نه دی چې خامک زده کړي. کشماله وايي چې هغه څنګه؟ زرمینه وايي دلته صبرو راغلې وه او د هغې نه یې سوال کاوه نو ما ور ته و یل چې دلته سوال کولو ته مه راځه کار زده کولو ته راځه نو په دې وجه به نه وي راغلې! ځکه چې د کلي میرمنې تنګوي. کشماله وايي چې د شړلو په ځای به دې پوهه کړی وای. زرمینه وايي چې ما خو پوه کړه خو هغه نه پوهیږي، که پوهیدلی نو داسې به یې نه کول. مفته پیسو باندې اموخته شوې. زړه ورسره مه خوره. کشماله وايي چې داسې نه وو کول پکار، زه یې یو ځل بیا راغواړم او دلته به ورسره خبرې وکړم.

صحنه۴: د مدرسې منظر دی. ملاصیب تازه ګل ته راځي او غوښتنه ترې کوي چې د عبدالرحیم سره دې ولایت ته لاړ شي ترڅو د تذکرې اخیستو سره یې د اسنادونو کار هم خلاص شي. تازه ګل وايي سمه ده خو د عبدالرحیم د هجرت ټول اسناد پوره دي او که نه؟ ملاصیب وايي چې پوره اسناد څنګه وي؟ تازه ګل وايي چې د مهاجرت نه د راستنیدو فورمه، د هغه د ښوونځي د فراغت تصدیق چې عبدالرحیم په کې تر لسمه سبق ویلی. ملاصیب وايي چې دا شیان خو شته نو تازه ګل وايي چې بیا نو کومه ستونزه نه شته، کار به یې ژر خلاص شي. عبدالرحیم دې ځان تیار کړي چې ورسره ولایت ته لاړ شم خو ته به زما په ځای د مدرسې شاګردانو ته درس وایې، هسې نه د یو تن غم کوو او نور د سبق نه پاتې شي.

صحنه۵: د ژرندې ځای دی. میوه ګل د فرید خوا ته راځي نو فرید ورته وايي چې ولې داسې یوازې راغلې کلیوال درسره څوک رانغلل چې ویاله وکنو؟ میوه ګل وايي نه دې کار سر ونه نیو ځکه چې ملک یی مخالفت وکړ او وجه یی دا ده چې  دبند سره نیزدې د ملک ځمکه ده او ملک په خپله ځمکه کې ویاله تیرول نه مني.میوه ګل دا هم وايي که د کلیوالو پټو ته اوبه تیرې نه شي نو خدای مکړه د بریښنا د بند نه به هم د استنادي دیوال کار جوړ وي د لانجو د لاسه یی ډیر زیات وخت ونیو. فرید وايي زه به پدې هکله د ملک سره خبرې وکړم او څه د حل لاره به راوباسو. میوه ګل وايي یو څه وکړه کنه نو د کلیوالو په مخکې به ډیر شرمنده شو.

صحنه۶: مطلب شاه د ملک ځای ته راځي نو ملک ورته وايي چې بیا دې څنګه راپیښه کړې؟ لکه چې د ظفرخان سره دې اوبه خړې شوې؟ مطلب شاه وايي چې زه د هیچا سره اوبه نه خړوم، زه خو د خیر سړی یم، بیا ورته د فورمو د تاییدولو وايي چې کتابچه ورته جوړوم دا ورته تایید کړه. ملک انکار کوي نو خو مطلب شاه د ملک مدحه شروع کوي او خپلو خبرو کې یې راګیروي او وايي چې ظفرخان ته که ته کار وکړې نو ستا به ټول عمر احسان مند وي.  ملک وايي چې بس سمه ده کنه نو ما خو ویل چې ظفرخان به نیست او نابود کړم. مطلبشاهواييچېظفرخانخواوسهمنیستاونابوددی،ارمانخودېپورهدی،نورڅهغواړې؟

[:]

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *