اسلام په غلط ډول وړاندې کول

د شلمې پېړۍ د اتمې لسيزې په خواؤشا کې په پاکستان کې د اسلام پسندۍ په نوم يوه اصطلاح استعمال شوه چې پخوا له دې څخه نه وه استعمال شوې، دا هغه کلمه ده، چې تر مخه ئې ټولنه اسلامي بللې کيږي. هسې خو دا ډېر خوږ او زړه راښکونکې نوم معلوميږي ځکه چې ټولنه څومره اسلامي کيږي نو دومره د هغې ټولنې اوسېدونکي د اسلام په رنګ کې غښتلې کيږي او د اسلام د اصولو په رڼا کې خپل ژوند تېروي، څوک به دروغ به نه وائي، ديانتدار به وي، د الله نه به ويريږي، صله رحمي به وي پکې او د نورو انسانانو سره به ښۀ رويه ساتي.

د شلمې پېړۍ د اتمې لسيزې په خواؤشا کې په پاکستان کې د اسلام پسندۍ په نوم يوه اصطلاح استعمال شوه چې پخوا له دې څخه نه وه استعمال شوې، دا هغه کلمه ده، چې تر مخه ئې ټولنه اسلامي بللې کيږي. هسې خو دا ډېر خوږ او زړه راښکونکې نوم معلوميږي ځکه چې ټولنه څومره اسلامي کيږي نو دومره د هغې ټولنې اوسېدونکي د اسلام په رنګ کې غښتلې کيږي او د اسلام د اصولو په رڼا کې خپل ژوند تېروي، څوک به دروغ به نه وائي، ديانتدار به وي، د الله نه به ويريږي، صله رحمي به وي پکې او د نورو انسانانو سره به ښۀ رويه ساتي.

خو په اصل کې د دې اصطلاح نه اخذ کېدونکې معناګانې او مفهوم د اصل مفهوم نه ډېر بدل او مختلف وو. دې اصطلاح له وجود ورکونکو اصل کې په ټولنه کې په زور اسلام رواستل غوښتل کوم چې يو اصلاحي عمل نۀ شي ګڼلې کېدې او دغه شان د مذهب پسندۍ روايت يو سياسي شکل خپلوي. د دې خبرې اطلاق په ټوله معاشره کيږي. خو ټولنه د افرادو ټولګې وي. او دا يو کوټلې حقيقت دې چې يو فرد په زرو هيڅ کله هم د زړۀ نه ښۀ مسلمان نۀ شي جوړېدې.

کله چې سياستدانو دا خبره محسوس کړه چې په خلکو کې دا شعور نشته چې په دې خبره کې فرق اوکړې شي چې په ښۀ مسلمان جوړېدو او صرف معاشره اسلامي جوړېدو کې کې فرق شته نو سياستدانانو د دې خبرې نه ګټه پورته کړه او د اسلام پسندۍ ناره ئې اوچته کړه. او بيا سياستدانانو دا خبره محسوس کړه چې دوي د اسلام پسندۍ په شا ډېرې ګټې لاس ته راوړې شي. دا سوچه يوه غلطه لار وه او د اسلام غلط استعمال وو او په اصل کې دا ټوله لړۍ د سياسي مقاصدو د حصول لپاره وه. او د دې لوې مثال د کال ١٩٨٤ رېفرنډم وو چې د دې نارې لاندې تر سره شوې وو چې آيا د پاکستان خلک غواړي چې د هغوي په ملک کې دې اسلام رواستې شي. ظاهري خبره ده چې د آبادۍ اکثريتي ډلې په دې خبره خوښي ښکاره کړې وه. او دغه شان په پاې کې د هغه وخت اولس مشر د پينځو کلونو د پاره په اقتدار خپلې واګې مضبوطې کړې. په اصل کې د هغه وخت صدر په اقتدار راتلو کې د خلکو د اسلام سره مينه استعمال کړې وه. خو دا ټول هر څۀ زمونږ د اولس د ناپوهۍ له وجې کيږي ځکه چې مونږ کې د پوهې کمې دې. اوس اوس کله چې په پاکستان کې يوه ارزيابي اوشوه چې پکې پوښتلې شوي وو چې آيا حکومت ته د ټولنې اسلامي کولو پلو ګام پورته کول پکار دي کۀ نه؟ نو خواؤشا ٦٧ فيصده خلکو د (هو) جواب ورکړو او صرف ١٣ فيصده خلکو دا اوويل چې د دې هيڅ ضرورت نشته. اوس د دې حالاتو په تناظر کې او په خلکو کې د داسې سوچ په موجودګۍ کې د پولې پورې سيمو سياستدانانو مذهب پسندي د خپلو سياسي مقاصدو د حصول لپاره خپله نعره اوګرځوله.

مهمه خبره دا ده چې زمونږ د پولې پورې سيمو خلک دې ته په کوم نظر ګوري. اسلام پسندي څۀ اوس يا نن نۀ ده شورو شوې بلکه دا د تېرو پينځويشت کلونو راهسې روانه ده. خو آيا د دې خبرې نه اولس ته څۀ ګټه لاس ته راغلې ده کۀ نه؟ او آيا مونږ دا وېلې شو چې نن مونږ د پينحويشت کالو مخکې نه ښۀ مسلمانان يو کۀ نه. او آيا مونږ خپل کړۀ وړۀ، دود دستور او ناسته پاسته د اسلام مطابق جوړ کړې ده. او آيا مونږ معافۍ ته په انتقام فوقيت ورکوو. او آيا مونږ د زړۀ نه د الله تعالې عبادت کوو. ډېر کم خلک به داسې وي چې دا اووائي چې د دې مذهب پسندۍ په نتيجه کې ټولنه په ښۀ توګه اسلامي شوې ده.

د عقيدې کمزورې کولو نه بچ کولو لپاره مونږ له پکار دي چې مذهب په مکمله توګه د سياست نه اوباسو او سياستدانو له پکار دي چې د اسلام په شا د اقتدار واګي تر لاسه کولو کوششونه ترک کړي. د دې مطلب دا نۀ دې چې ګني سياستدانان دې خدايې مکړه اسلام پرېږدي بلکه هغوي له زيات کوشش پکار دې چې په اسلامي اصولو نو هم ډېر عمل اوکړي. معاشره کې انصاف لاس ته راوړلو لپاره هڅې اوکړي، د غريب سړي د ژوند معيار ښۀ کولو لپاره کوششونه اوکړي، د صحت په مد کې خلکو ته اسانتياوې لاس ته راوړي.

بل د پوښتلو وړ سوال دا دې چې په تېرو پينځويشتو کالو کې زمونږ د اسلامي پوهانو او عالمانو څۀ کردار دې. له بده مرغه دوي هغه کردار او نۀ لوبولې شو کوم چې دوي له لوبول پکار وو. او د دې وجه هم دا ده چې اکثره اسلامي پوهان د سياست ښکار دي. په ځايې د دې چې دې اسلامي پوهانو د اسلام داسې تبليغ کړې وې چې يو فرد ښۀ مسلمان جوړ شوې وې خو له بده مرغه د آفاقي مذهب اسلام استعمال صرف د سياسي مفاداتو د حصول د پاره کيږي. د اسلام د سياست نه جدا کولو بله فايده به دا وي چې بيا به اسلامي پوهان صرف د اسلام د سر لوړۍ د پاره کار کوي او دغه شان ټول عوام او سياستدانان به هم بيا د دوي خبره اوري او عمل به پرې کوي

جان محمد بټ د پېکټ ډايريکټر او جامعة اسلاميه – د افغانستان اسلامي پوهنتون – مؤسس دی.


No Comments »