Saturday , February 29 2020
enps
کور / Uncategorised / [:en]The real Taliban[:ps] رښتينی طالب[:]

[:en]The real Taliban[:ps] رښتينی طالب[:]

[:en]by: Naveed Yousafzai

Say “Taliban” and people around the world think instantly of thickly bearded, gun-toting men in turbans. However, the word “Taliban” is far older than the armed movement that appeared in 1994.

“Taliban” was originally used simply as a term to describe students studying in Madrassahs.

Naveed Yousafzai, Deputy Head of PACT Radio, talked to ordinary people living on the Pak-Afghan border about what the word “Taliban” now means to them. The following are excerpts from a PACT Radio broadcast:

“A Talib is one who is learning,” says second Khatib and Qari, Noor Hassan, from Bajaur Agency, “whether they are studying Quranic studies, Hadith or other modern subjects, such as science and technology. I think everyone working in any field is a Talib in his own way because the process of learning never ends.”

“They were madrassah students until they seized the reigns of power in Afghanistan and became known as the Taliban,” says a resident of Nawagai – a small town in Bajaur Agency – on condition of anonymity. “The only difference between them and other students was that they had power and were fighting wars, rather than studying in their madrassahs. Still,” he adds, “one who kills innocent people is not a Talib, he is a terrorist.”

“A student learning in a religious madrassah or state school is a Talib,” says Hafiz Muhammad from Peshawar. “The national and international media are wrong to use this word to describe criminals.”

“Before, the word Talib was used only to describe madrassah students,” says Qalandar from Peshawar. “Nowadays it is used mostly to describe persons involved in unlawful activities.”

“A real Talib gives and spreads the lesson of peace in this world,” says Amin Jan from Khyber Agency. “Militants do the opposite: they destroy peace in our community and beyond.”

“There is only one kind of Taliban, says a man from Peshawar, on condition of anonymity, “those that are studying in madrassahs, schools and colleges. The other so-called Taliban are militants and criminals. It is unfortunate that the word ‘Taliban’, which has for centuries stood for peace and learning, is today so misused.”

“After the fall of Dr Najeeb [a former president of Afghanistan]”, says a man from Nangarhar Province in Afghanistan, on condition of anonymity, “the armed group that seized power became famous and so the name ‘Taliban’ stuck, but nowadays there are so many criminal groups, often referred to by the media as ‘Taliban’, who are just fighting for their own interests.”

“I don’t know who is responsible for giving this name to the militants,” says Muhammad Ilyas from Chaman, a town in Balochistan, “but I will say that it has created many problems for madrassah students like me. The media is also providing the militants with publicity, by highlighting their acts of violence and giving them extraordinary exposure on front pages all over the world.”

“It is twisted to think that all madrassah students are militants,” says Abdul Baseer, “if some are involved in militancy, it does not mean that all are militants.”

“Some militants, Taliban, may be educated people – madrassah students,” says one man from Peshawar, on condition of anonymity, “others may not be. There are plenty of both kinds. If they arm themselves and go out to fight against injustice and cruelty, with the idea of benefiting their society, they may be educated. If they arm themselves for making trouble or getting money, they are probably less educated. If they are kidnapping boys to make them suicide bombers against innocents, they are surely uneducated. One cannot make generalisations or give yes or no answers – it is more complicated. Also, I believe that education begins at home. A person’s upbringing, his parents and family, will have a big impact on whether that person decides to become a militant.”

“In madrassahs we learn about the holy Quran and Hadith,” says a man from Bajaur, on condition of anonymity. “These never teach us to kill innocent people. Madrassahs are a kind of Islamic NGO, they have been providing people with Islamic learning for centuries.”

“People’s understanding of the word ‘Taliban’ depends very much on where they live and on their level of understanding,” says one man from Peshawar, on condition of anonymity. “I think in western countries people think that militants and Taliban are one and the same thing. The general public hear only bad things about the Taliban so, of course, they believe that they are all evil, violent, dangerous and brutal, and that therefore imprisoning and even killing them is justified. On the other hand, I suspect that in some Pashtun areas, people have a very different concept, that the ‘Taliban’ are pious and brave fighters at war with foreign invaders and the corrupt warlords who support them. Other people may hold beliefs somewhere between these two extremes – it depends on their level of knowledge and to what extent they generalise about this ‘Talib’ concept, which is, anyway, just a label. My own view is that there are many kinds of people currently operating under the ‘Talib’ label, from the pious and peaceful religious students who want only to make other people happy and to help their communities, to those ignorant and evil perverts who kidnap young boys in order to turn them into suicide bombers, to go out and kill and maim innocent men, women and children.”

[:ps]پيښور، مئ ۴: د وخت له تېرېدو سره سم د پېښو، واقعاتو او مختلفو شيانو نومونه بدلېږي، چې ځينې پکښې د ټولنې او د انسانانو په ګټه وي، خو ددې ترڅنګ ځينې داسې بدلونونه هم وي، چې د ټولنې او انسانيت لپاره د ستونزو او ذهني ناروغيو سبب ګرځي.

پيښور، مئ ۴: د وخت له تېرېدو سره سم د پېښو، واقعاتو او مختلفو شيانو نومونه بدلېږي، چې ځينې پکښې د ټولنې او د انسانانو په ګټه وي، خو ددې ترڅنګ ځينې داسې بدلونونه هم وي، چې د ټولنې او انسانيت لپاره د ستونزو او ذهني ناروغيو سبب ګرځي.

د کورنۍ او نړېوالې ميډيا له لارې د “طالب” ټکی د عامو خلکو پر ذهنونو باندې يو خاص او ځانګړی اثر وغورځوه. د طالب د ټکي په اورېدو د عامو خلکو په ذهن باندې د اوږدې ږيرې لرونکي، پټکي په سر او کلاشنکوف په لاس سړي تصوير جوړېږي او د ځينو خلکو په خيال کښې د طالبانو يو معصوم او بېګناه تصوير راځي.

سوال دا پيدا کېږي چې رښتينی طالب څوک دی؟ او دا سوال د يو معتبر او منلي ځواب په لټه کښې دی، ځکه چې د طالب ټکی د تش په نامه “طالبانو” تر پيدا کېدو مخکښې هم موجود وو، بيا په ١٩٩٤ کښې “طالبان” ټکی په لومړي ځل په افغانستان کښې د يوې خاصې ډلې لپاره استعمال کړای شو.

ددې پوښتنې چې (ريښتنی طالب څوک دی؟ ) ځواب د موندلو لپاره مو د پاک- افغان پولې پورې سيمو له عامو خلکو، علماوو او د مدرسې له زده کوونکيو سره خبرې کړي، چې يوځای يې لولو.

د باجوړ د ناوګۍ يو تن اوسېدونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وويل، چې: “طالب هغه چاته ويل کېږي، څوک چې په سکولونو، مدرسو او پوهنتونو کښې زده کړې کوي، که هغه اسلامي وي، له ننني دور سره سمې عصري زده کړې وي او يا نورې… زما په خيال هر هغه څوک چې په دې شعبو کښې کار کوي، هغه طالب دی، ځکه چې د انسان په عمر کښې زده کړه کله هم نه ختمېږي.

د برطانيه يو تن اوسېدونکے “سين جونز” وائي:” په اصل کښې طالب د اسلامي علومو زده کوونکي ته ويل کېږي، خو ددې ترڅنګ دا يو لېبل (مارک) ده، چې بېلابېل خلک ئې د خپلو شخصي نظريو او رايو لپاره کاروي.”

د باجوړ د ناوګۍ اوسېدونکی وائي: ” کله چې په افغانستان کښې طالبان منځ ته راغلل، نو هغوی د مدرسې زده کوونکي وو، خو فرق يواځې دا وو، چې هغوی د جنګ په ميدان کښې جنګېدل او نورو په مدرسه کښې زده کړې کولې. هغه څوک چې بېګناه انسانان وژني، هغه طالب نه دی، هغه ترهګر دی. اسلام مونږ ته وائي، چې کله داسې يوه ډله پيدا شي، نو بيا درېمې ډلې ته پکار ده، چې د هغوی مسئلې هواري کړي او که بيا ئې هم مسئلې نه هوارېږي، نو منځګړي ته پکار دي، چې له هغوی سره يوځای شي او هغه له منځه يوسي.”

د پېښور يو تن اوسېدونکی حفيظ محمد، وائي چې: “هغه څوک چې په مدرسه او نورو تعليمي ادارو کښې زده کړې کوي، هغه ته “طالب” ويل کېږي، نه ترهګر. خو له بدقسمتۍ نه زمونږ کورنۍ او بهرنۍ ميډيا د ترهګرو او جراېم پېشه خلکو لپاره غلط ټکي استعمالوي.”

د پېښور يو بل اوسېدونکی قلندر وائي: ” پخوا به هم د مدرسې زده کوونکي ته “طالب” ويل کېدل، خو په نننيو حالاتو او شراېطو کښې “طالب” هغه چاته ويل کېږي، چې په ترهګريزو پېښو کښې ککړ وي.” د طالب او د يوه وسله وال ترمنځ څه فرق دی؟ ددې سوال په ځواب کښې د خيبر ايجنسۍ يو اوسېدونکي امين جان وويل: “د مدرسې او سکول طالب لومړی پخپله د مينې او سولې درس زده کوي او بيا وروسته هغه نورې نړۍ ته ورزده کوي. له بلې خوا وسله وال د ټولنې او نړۍ سوله او سوکالي له منځه وړي.” ددې پوښتنې په ځواب کښې، چې د يوه رښتيني او تش په نامه طالب ترمنځ څه فرق دی؟

د پېښور يو تن اوسېدونکي د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وويل، چې هغه په دوه قسمه طالبانو باور نه لري. هغه وايي: “طالب يواځې هغه څوک دی، چې په مدرسه، سکول او کالج کښې زده کړې کوي او بس. ” هغه زياته کړه، چې تش په نامه طالبان ترهګر او جراېم پېشه خلک دي.

همدا شان هغه دا هم زياته کړه، چې: “د ډېر خفګان ځای دی، چې له پېړيو راهيسې چې کوم نوم په اسلامي او د مينې په فضا کښې زده کړې ترلاسه کولې، هغه بې ځايه او بې مانا استعمالېږي”.

سن جونز وائي:” وسله وال طالب هغه ترهګر ته ويل کېږي، چې د خپلې نظريې لپاره جګړه کوي او “د سکول او مدرسې طالب” د اسلامي درس او د ښوونځي زده کوونکی دی. ”

ددې سوال په ځواب کښې چې ترهګرو ته ولې د طالبانو نوم ورکړل شو، د ننګرهار ولايت يو تن اوسېدونکي د خپل نوم نه ښودلو په شرط وويل: “د افغانستان د پخواني ولسمشر ډاکټر نجيب د حکومت تر ړنګېدو وروسته، چې کومو ډلو د سيمې واک په خپل لاس کښې واخيست، هغوى ته د طالبانو نوم ورکړل شو، چې بيا وروسته د ميډيا او نورو رسنيو له لارې دا نوم مشهور شو، خو په دوى کښې ځينې داسې ترهګر هم وو، چې يواځې د خپلو مفاداتو لپاره جنګېدل”.

د دې پوښتنې په ځواب کښې چې وسله والو ته ولې د طالب نوم ورکړل شو؟ د چمن د سيمې د يوې مدرسې زده کوونکي، قاري محمد الياس وائي: “زه نه پوهېږم چې وسله والو ته دا نوم (طالب) چا ورکړ؟ خو دې نوم مونږ ته (د مدرسې زده کوونکيو ته) ډېرې ستونزې راوزېږولې، اوس هر څوک مونږ ته د شک په نظر ګوري او له مونږ نه ځان ليرې ساتي. ميډيا د طالبانو (وسله والو) په مشهورولو کښې غټ رول ولوبولو، هغوى هر وخت د وسله والو سټوريانې د اخبار په لومړي مخ چاپوي او همدا شان تلويزيونونه هم همدا کار کوي.”

حافظ محمد ظاهر شاه ددې سوال په ځواب کښې وويل:”د مدرسې زده کوونکي تل ټولنې ته د امن او مينې پېغام په رسولو کښې مصروفه وي او هغوى دې ډول کارونو ته وخت نه لري. مدرسې يواځينۍ اسلامي NGO ده، چې ټولنې ته اسلامي زده کړې برابروي. زمونږ قرآن کريم او د د خدای د رسول صلى الله عليه وسلم حديثونه مونږ ته د سولې درس راکوي. محمد صلى الله عليه وسلم د “صلح حديبيه” پر مهال د کفارو ټول شرطونه ومنل، ځکه چې محمدصلى الله عليه وسلم په سيمه کښې امن غوښت، جنګ نه. زه د مدرسو له چلوونکيو څخه هيله کوم، که هغوى زده کوونکيو د ديني زده کړو ترڅنګ جديدې زده کړې هم ورکړي، نو دا به د ټولنې لپاره لوې خدمت وي.

د باجوړ اوسېدونکی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وائي: ” په مدرسه کښې مونږ د قرآن او حديثو زده کړې کوو، قرآن او حديث مونږ ته د بې ګناه انسانانو د وژلو درس نه راکوي، بلکې مونږ کولای شو چې د قرآن او حديثو له لارې په ټولنه کښې امن ټينګ کړو کېدای شي چې ځينې مدرسې په دغو کارونو کښې ککړې وي، خو زما په خيال داسې به نه وي، ځکه چې زه له لسو کلونو راهيسې په مدرسه کښې زده کړې کوم، خو ما تراوسه پورې د مدرسې د ښوونکيو او د زده کوونکيو کوم غېر قانوني عمل نه دی ليدلی.”

سن جونز هم په دې خبره اتفاق کوي او وايي: ” ضروري نه ده چې ټولې مدرسې دې په غېر قانوني کارونو کښې اخته وي، کېدای شي چې ځينې وي او ځينې نه، دا د هغویى په ګټو او د استادانو په ښوونو پورې اړه لري، چې هغوی زده کوونکيو ته څه زده کوي؟ او د هغوى کورنۍ او خپله په دې اړه د څومره او څنګه فکر کولو توان لري؟.

عبدالبصير وائي: د ډېرې حېرانيتا خبره ده، چې خلک وايي چې د مدرسې زده کوونکي ترهګر دي. کېدای شي چې د ځينو مدرسو زده کوونکي په ترهګرۍ ککړ وي، خو ددې دا مطلب نه دی، چې مونږ دې د ټولو مدرسو زده کوونکيو ته ترهګر ووايو.

ددې سوال په ځواب کښې چې آيا وسله واله ترهګر تعليميافته خلک دي او کنه؟ د اورکزی ايجنسۍ يو تن اوسېدونکی د نوم نه ښودلو په شرط وائي: “ډېر وسله وال بې تعليمه دي، خو په دوی کې ځينې تعليميافته خلک هم شته، چې هغوى د دوى ماغزه وينځي او ناپاکه او غېر انساني کارونو ته يې هڅوي.”

د باجوړ يو تن اوسېدونکی د خپل نوم د نه ښودلو په شرط وائي: “زمونږ ډېرو لږو خلکو جديدي زده کړې ترسره کړي دي، ځينو يې په مدرسو کښې زده کړې پای ته رسولي دي، خو اسلام مونږ ته دا درس نه راکوي، چې يو مسلمان دې پاڅي او خپل مسلمان ورور، خور دې ووژني.

دا ضروري نه ده، چې ټول ترهګر دې لوستي وي، کېدای شي هغوى کې لوستي او بې سواده دواړه وي. زما په خيال په دوى کښې دواړه ډلې شته. که په دوى کښې څوک د خپلې ټولنې د خير، بې انصافۍ او ظلم د له منځه وړلو لپاره وسله راپورته کوي، نو هغوى لوستي دي او هغه چې يواځې د خپلو ګټو، ټولنې د ستونزو لپاره وسله راپورته کوي او ماشومان د ځانمرګي بريدونو لپاره تربيه کوي، چې بېګناه انسانان پرې ووژني، نو ښکاره ده چې هغوى بې سواده دي. دا ضروري نه ده، چې وسله وال دې لوستى (تعليميافته) نه وي. په دې سوال کښې څوک هغوى پرته کولای نشي او يو کوټلی ځواب نشي ورکولی، دا يو کړکېچن سوال دی. همدا شان “زده کړه له کور څخه پيل کېږي” او کور د زده کوونکي د مور و پلار له خوا اداره کېږي، هغوى د خپل اولاد په روزنه کښې ستر رول لوبوي او فيصله پر هغوى ده چې آيا هغوى يو وسله وال د څه لپاره وروزي؟

د وسله والو او تش په نامه طالبانو په اړه د عام ولس څه نظر دی؟ آيا عام ولس له دوی نه وېرېږي؟ د همدې پوښتنې په ځواب کښې يو تن د خپل نوم نه ښودلو په شرط وويل: ” هغه څوک چې زده کړې يې کړي دي او لوستي دي، هغوى له دوى نه نفرت لري، خو ځينې غريب او بې سواده خلک له هغوى سره مينه لري. هغوى دا ګڼي چې ګواکې دوى (وسله وال) پر سمه لار روان دي او د اسلام لپاره جنګېږي.دا هر څه د عام ولس په پوهې او خبرتيا پورې اړه لري، چې هغوى څومره پوه او خبر دي. زما په خيال د مغربي هېوادونو اوسېدونکي طالب وسله والو ته وايي، هغوى يواځې د دوى خرابې خبرې اوري، نو ځکه هغوى دا ګڼي چې دوى ډېر ظالم، خطرناک او بې رحمه خلک دي، تر دې چې د وسله والو په بند او مرګ هم خوشحاله دي، خو زه داسې ګڼم چې د ځينو پښتني سيمو بې سواده خلک په دې اړه بېل نظر لري.

هغوى دا ګڼي چې دوى د بهرنيو يرغلګرو، د هغوى د ملګرو او د فساد پرضد پاک او پياوړي جنګېدونکي دي.

ځينې نور خلک ښايي په دې اړه ګډ نظر ولري، دا د هغوى پوهې او پوهېدنې پورې اړه لري، چې هغوى ددې ټکي (طالب)، چې تش يو مارک دی، څه مطلب وباسي. خو زما خپله شخصي رايه دا ده، چې په پاک، ايمانداره، پياوړو او امن پسندو زده کوونکيو (طالبانو) کښې ډېرې ډلې دي، چې غواړي خپلو خلکو او ټولنې ته خوشحالي وروبخښي او د هغوى مرسته وکړي، چې د هغو ظالمو، بې رحمه او بې درده خلکو مخه ونيسي، څوک چې ماشومان تښتوي، د هغوى ماغزه وينځي، د ځانمرګي بريدونو لپاره يې روزي او بيا پرې بېګناه انسانان وژني.

د باجوړ اوسېدونکي ډېر مذهبي او ريښتيي خلک دي، په لومړي سر کښې دوى د طالبانو ملاتړ کولو، ځکه چې دوى دا ګڼله چې طالبان يواځيني خلک دي چې په سيمه کښې امن ټينګولای شي، خو تر څو مياشتو وروسته هغوى ډېر ناپاکه او غېر اسلامي کارونه وکړل، نو ځکه يې د باجوړ د خلکو ملاتړ هم له لاسه ورکړ. اوس چې پاکستاني پوځ په باجوړ کښې د وسله والو پرخلاف کامياب عمليات وکړل، نو د سيمې اوسېدونکي له هغوى څخه ډېر خوشحاله دي

اوس دا سوال راپورته کيږي، چې رښتينی طالب څوک دی؟ ځواب: هغه څوک چې په مدرسه کښې زده کړې کوي او د امن او مينې پېغام خپروي، هغه رښتينی “طالب” دی.

سين جونز وايي: “رښتينی طالب هغه پاک، ايمانداره او پياوړی زده کوونکی دی، چې خپلو خلکو او خپلې ټولنې ته خوښي بخښي او د هغوی د ستونزو حل لټوي.”

له پورتني بحث نه معلومه شوه، چې اوس بايد د طالب ټکی په مدرسه، سکولونو او پوهنتونونو کښې د زده کړه کوونکو لپاره استعمال کړای شي، نه د هغه خلکو لپاره څوک چې په پولې پورې سيمو کښې بدامني خوروي.[:]

په اړه security

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *