پېښور: خطرناک ښار ويرې او ترس تسليم نه کړ.

پېښور: خطرناک ښار ويرې او ترس تسليم نه کړ.
۷ جولای، ۲۰۱۱

عادل خټک ړنګ کپر تعميرونو ته په غمجنو سترګو کتل (زه ډير ليري نه وم، چې لومړی مې وړه چاودنه واوريده، خواته ورغلم او ومې ليدل چې درې زخمي کسان په ځمکه پرته وو، تقريباً لس منټه وروسته، زوره وره چاودنه وشوه، هيڅ نه پوهيدم، چې څه وشول، د اور لمبې، چيغې، وينې او د کنګريټ ټوټې مې اوس هم ياد دي.)

د پېښور په خيبر سوپر مارکيټ بريد، چې د جون مياشتې په ۱۱ نيټه ترسره شو، ۳۴ کسان ووژل او ۱۰۰ نور يې ټپيان کړل. په تيرو شلو ورځو کې په پيښور کې دا څلورمه حمله وه. ۲۵ کلن عادل خټک، چې د تجارت پوهنځي لولي، لا هم د پيښې سره په نږدې ځای کې اوسيږي، خو تمه لري چې، ډير زر به له دغه ځايه ولاړ شي (د معاملاتو دفترونه ته ورغلم، چې يو خوندي ځای کې ځای ونيسم.)

د تاوتريخوالی پيښې، چې هره ورځ وي دلته د ژوند برخه ګرځيدلي. که څه خلک ويريږي، خو د پېښور په کوڅو د خوند او جرئت فضا خپره ده. خلک خپل ژوند او کارونو ته ژمن دي.

خيبر سوپر مارکيټ د باړې په روډ د قيوم سپورټي لوبغالي ترڅنګ د پوځي قرارګاه سره نږدې پروت دی. دغه ځای د پاکستاني ځواکونو د څار او نفوذ لاندې دی، د دې ترڅنګ ډيری ژورنالستيک دفترونه لکه پکټ راډيو، دا نيوز او جيو ټي وي هم دلته موجود دي. که څه تر اوسه د دغه حملې پړه چا نه ده منلي، خو قوي احتمال دا دی، چې د دوی هدف په لالا هوټل کې اوسيدونکي ژورنالستان وو، چې په بريد کې يو شمير مړه او زخميان هم شول او دغه هوټل پکې له يوې مخې له منځه تللی دی.

په پاکتسان کې جنګيالي په منظم ډول ژورنالستان ګواښوي او وژني يې. بې پرې رپور ورکول يې کيدای شي يو لامل وي. د پيښې ډيری قربانيان ځکه بدبخته وو، چې په غلط وخت غلط ځای کې وو. بريدونه هيڅوک هم نه پيژني.

د باجوړ اوسيدونکی ۱۲ کلن عبيد احمد د قربانيانو له ډلې څخه ؤ، تره يې داسې کيسه کوي: (موږ د پيښې سره نږدې په تعمير کې اوسيدو، عبيد احمد د وچې ډوډۍ لپاره ووت، کله چې موږ چاودنه واوريده، زه په منډه د پيښې ځای ته ورغلم او … د اميد په جسد مې سترګې ولګيدې.)

د لال هوټل مشر هزار خان وايي (لومړی چاودنه وړه وه، ټول خلک د باندې راووتل، کله چې سره يو ځای شول، ځانمرګي ځان والوزه، ترڅو ډير خلک ووژني. زموږ هوټل په بشپړ ډول له منځه ولاړ، موږ له دوو ميلينو کلدارو څخه زیات تاوان وشو، د بيارغونې کار شروع شوی دی، ډير زر به موږ بيا هوټل شروع کړو.)

پوليس، چې ډير وخت د بريدونو هدف ګرځي، په وسلو او مهماتو سم نه دي سمبال او د دغو روزل شويو جنګياليو سره د مقابلې مورال او توان نه لري.

يو کس د نوم د نه ښودلو په شرط پوښتنه کوي چې، څنګه دغه ترهګر له دغو پوستو او تلاشيو څخه راتير شوی دی؟ او زياتوي، چې د پيښې وروسته پوليس هر وخت سيمه کلابنده کړي او خلکو ته ستونزې جوړوي.

يوه خبره اوس ټولو ته څرګنده ده، چې پيښور خطرناک کيږي، او پيښې زياتې شوي دي.

معروف احمد وايې چې (زه کله د خلکو او موټرو ګڼه ګوڼه ووينم فکر کوم چې اوس به چاودنه وشي، د تيرو اوو مياشتو راهيسي ما د جومې لمونځ په جماعت سره نه دی ادا کړی، ځکه ترهګر رښتيني مسلمانان نه دي او هر چيرته بريدونه کوي.)

له دغو ګواهو او تهديدونو سره سره، د پيښور کوڅې د پخوا په شان له خلکو او کاروبار ډکې دي، له پيښې وروسته خلک خپل دوکانونه خلاصوي او خپلو ځايونو ته راګرځي.

د مکتب ښوونکی، افتاب احمد چې په خپله حجره کې ناست ؤ وويل: (د عامو خلکو وژل د ښار لپاره يو چيلينج دی، د تهديدونو سره سره، د پيښور خلک خپل تصميم او اراده نه بدلوي او دوی به تسليم نه شي)

TR/HMB


No Comments »