مدرسه او رسنۍ

د رسنیو روزنې یو مرکز د هلمند په یوه دیني مدرزسه کې جوړ شوی و چرته چې د پولې پورې رادیو/معهد الدّعوې مشر به کله کله د مدرسې طالب علمانو او فارغانو ته میډیایي روزنه ورکوله

د نن څخه یوه لسیزه وړاندې پیکټ راډیو / معهد الدعوه انسټیټوټ په پښتون میشته سرحدي سیمو کې رسنیز مرکزونه جوړ کړی وو.

د ځینې استثنایاتو ور اخوا په مجموع کې په مدارسو کې د یادو مرکزونو شتون د دښمنیو او شکوکو سطحه راټیټه کړې وه.

په ۲۰۰۹ کال کې په جلال اباد کې د رسنیز مرکزونو او د مدارسو اړوند موضوعاتو باندې یو کنفرانس دایر شوی و، چې پکې د معهدالدعوې له مشر څخه یو ژورنالیست پوښتنه وکړه [ مدرسې د رسنیو سره څه تعلق لري؟]

همدا ډول د پوهنې وزارت کې د معهد الدعوې له مشر څخه پوښتنه وشوه چې د مدارسو زده کوونکي د رسنیو سره څنګه اشنایي پیدا کولای شي؟ حال دا چې د مدارسو زده کوونکي یواځې له فقهې سره تړاو لري او دوی فکر کاوه چې ګوندې یواځې نالایقه زده کوونکي به پرته له فقهې نورو برخو ته رجوع کوي.

دا ډول تبصرو د پښتو په سرحدي سیمو کې ډیرې روانې وې، د انګلستان په کیمریج اسلامي پوهنتون کې، چیرته چې د معهدالدعوې مشر یو وخت امام هم و، هغه د یاد پوهنتون له رئیس څخه غوښتنه وکړه چې د معهدالدعوې په څیر د یو انسټیټوټ پرانیسته وکړي چې د مدارسو فارغه زده کوونکو ته پکې میډیایي علوم ورښودل کیږي، خو د هغه په وینا چې د مدارسو د زده کوونکو لیوالتیا یادې برخې سره کمه ده نو ځکه رد شوه.

د معهدالدعوې مشر به هغه ټولو خلکو ته چې دا ډول اندیښنې او پوښتنې لرې، دا ځواب ورکاوه چې ما هم په مدرسه کې د دینې علومو ترڅنګ میډیایي علوم زده کړې دي.

د یادونې وړ ده چې د معهدالدعوې بنسټ ګر د ژوند ۱۵ کاله په مدرسه کې تیر کړی دي، هغه د جنوبي اسیا یو له مشهورو مدارسو څخه له یو مدرسې د فراغت سند ترلاسه کړی دی، چې دا مدرسه په هندوستان کې د دارالعلوم دیوبند په نوم یادیږي. که چیرته مدرسه او رسنۍ خپلو کې سره تړاو نه لري نو دا څنګه ممکنه ده چې د معهدالدعوې موسس دې د مدرسې له فراغت وروسته رسنیز ډګر کې دومره کار وکړي. هغه ډیر ویاړي چې د مدارسو فارغ زده کوونکو ته په خپل انسټیټوټ ـ معهدالدعوه ـ کې د میډیایي علومو د زده کړې فرصت هم لري.

د معهدالدعوې موسس دا کار په لومړی ځل د [حدیث] کلیمې د معنا په بنیاد پیل کړ، د حدیث د کلیمي لغوي معنا د پیغمبر ص د ژوند اقوال او افعال. په همدې اساس محدثین وایي هغه چا چې د نبي کریم ص د ژوندانه کیسې د هغه افعال او اقوال راخیستې او خلکو ته یې رسوي، په حقیقت همدا د حقیقي ژورنالیزم معنا او مهفوم دی.

کله چې د معهدالدعوې بنسټ ګر له مدرسې فارغ شو، سمدواره ورته په رسنیز ډګر کې د کار کولو شیوه پیدا شوه، هغه په هندوستان کې د رسنیز مزل پیل یو عالم سره په لنډه مهاله زده کړیالۍ دورې سره وکړ، بیا یې په اردو ژبه کې یو یو میاشتنی ژورنال ولیکه، کله یې چې خپل استاد ته وښوده نو هغه ورته د راپور او خبر لپاره د اخلاقي کیسه ګویۍ درس ورکړ.

د معهدالدعوې بنسټګر د دې اصل ترڅنګ کیسه ګویۍ ته یو بل څه هم ور اضافه کړه چې هغه قراني تناسب یا میلان و، چې باید د کیسې اخلاقي اړخونو ته پاملرنه وشي، لکه څنګه چې قران کریم کې راځي: د کیسې په نسبت د کیسې اخلاقي اړخ ډیر مهم دی (قران ۱۲:۱۱۱)

BBC  سره د څو کلونو مسلسل کار کولو څخه وروسته د معهدالدعوې بنسټ ګر ته د بادې راډیو څخه یوه موقع په لاس ورکړل شوه چې  رسنیز ډګر په یوې بلې بڼې کې کار وکړي، چې هغه د افغانستان لپاره یوه راډیویي سلسله واره ډرامه وه، هماغه وه چې ده د نوی کور نوی ژوند په نوم د افغانستان د خلکو د افسانوي ژوند یو داستان پیل کړ.

د معهد الدعوې بنسټ ګر همدا راډیویي ډرامه په یو بل رسنیزه بڼه باندې د معهدالدعوي په تحصیلي نصاب کې ځای پرځای کړه چې اوس د راویتي کیسه ګویۍ په نامه تدریسیږي، با په بل عبارت د اخلاقي کیسه ګویۍ په نوم هم یادیږي او د اسلامي داستانونو د بډایه دود سره په مطابقت کې ده.

د روایي کیسه ګویۍ ترڅنګ، یو بل ماډل چې د معهدالدعوې د ژورنالیزم او ډلیزې رسنیو په څانګې کې تدریس کیږي، عبارت دی له ـ د قدیم اسلامي علومو پر بنسټ جدید ژورنالیزم ـ چې په دې کې د احادثو تطبیق په عصري ژورنالیزم کې کیږي.

هغوی چې ممکن یې نه بولي، وایي به چې د مدارسو فارغ محصلین په رسنیو کې ځای نه لري او نه یې ورسره تړاو شته خو معهدالدعوه په دې باور ده چې نه یواځې دا چې د مدارسو فارغان د ژورنالیزم ډګر ته راتلی شي، بلکې د نورو په نسبت دوی ښه ځلیدلی شي.


No Comments »