د وزيرستان پريښودل

په پيښور کې د نسبي سولې سره سره، فضل حبيب اوس هم د شپې خيښوونکی خپسه ويروي. (کله چې زه خوراک ته کينم، په وزيرستان کې خپل کور راته راياد شي، هلته چې د شپې ډوډی څخه شخوند کوې، يو شور او ځوږ به واورې، دغه شور او غږ به يا د بې پيلوټه الوتکې وي او يا به د کومې پيښې وي، ټول خوندي ځای ته تښتي او ډوډی پريږدي.)

فضل حبيب، چې د خپلې کورنۍ سره يو ځای يې په وزيرستان کې خپل کور پرېښودلی، يواځنی کس نه دی. ارواپوه او د خيبر ميډيکل کالج پخوانی رئيس ډکټر خالد مفتي وايې چې د وزيرستان تقريباً ۸۰ فيصده اوسيدونکي په يو نه يو ډول دماغي ستونزې لري. په پېښور کې تقريباً ۶۰ فيصده اوسيدونکي رواني علاج ته ضرورت لري.

نوموړی زياتوي چې په ماشومانو کې هم د عمر په لومړيو وختونو کې دغه ستونزه زياتيږي. د هغه په وينا چې دوی د مطبوعاتو له لارې د ترهګرۍ او تشدد سره مخامخ کيږي او د تلويزونونو څخه يې وغوښتل چې د ترهګريزو بريدونو ويډيوګانې نشر نه کړي.

د ځايي ژورنالست هارون خان په وينا چې د وزيرستان هغه برخې چې تشدد او پيښې په کې زياتې دي، ۹۵ فيصده خلکو يې سيمه خوشي کړي او مختلفو سيمو لکه پيښور، ډي اي خان، ټانک ته يې کډې کړي دي.

د جنوبي وزيرستان اوسيدونکی ۴۱ کلن قتيل علي خان، چې د خپلو درو زامنو او دوو لوڼو سره يې خپله سيمه (مکن) په ۲۰۰۹ کال هغه وخت د مجبوريت له امله پرېښوده ، چې پاکستاني پوځ د هغو جنګياليو پر ضد د (راه نجات) ( د خلاصون لار)عمليات شروع کړل، چې په سيمه کې يې مرکزونه وو. نوموړی وايې: ( دغه هسي انساني سپکاوی دی)

د نورو خلکو په څير قتيل علي خان هم لومړی ډي ای خان ته ولاړ او هلته يې د خپل ټراکټور ترڅنګ د کور نور شيان قيمتي شيان خرڅ کړل. نوموړي په لومړي سر کې هڅه وکړه، چې تجارت شروع کړي، خو ډير زر يې هرڅه وبايلل. هغه وايې: (کرايې ډيرې لوړې وې، د کور نور مصارف هم شول، اوس هيڅ هم نه لرو، اوس د خپلې کورنۍ سره په خيمه کې اوسيږو.)

ما د قتيل علي خان سره د صدر په يو وړوکي هوټل کې خبرې کولې، نوموړی د شخصي کاروبار لپاره پېښور ته راغلی ؤ، هغه په مايوس ډول وويل: (په سلګونو کورنۍ هلته ډي ای خان کې په خيمو کې ژوند کوي، مخکې له دې چې موږ خپل کور پريږدو، هلته ما ښکلي کور درلود، چې د ژوند ټولې اسانتياوې په کې موجودې وې، خو اوس زه ټوله ورځ کار کوم او دوه يا درې سوه کلداري جوړې کړم.)

قومي مشر سيدخان وزير وايې: (خپل ۱۶ کلن وراره ته مې وويل چې ټوله توجه خپلو زده کړو او تعليم ته وکړه او د جنګياليو په اړه هيڅ فکر مه کوه. هغه بيا زما شکايت خپل د مدرسې استاد ته وکړ، استاد ورته ويلي ؤ، چې تره دې رښتيا وايې. وروسته زه بيا مطمئن شوم. د سيمې ځوانان د جنګياليو او د هغوی کړنو څخه متاثره شوي دي. ويښتان اوږده کړي، ږيرې اوږدې کړي، کله چې د خپل وراره سره کلاشينکوف په لاس کې ووينم زړه مې تنګ شي.)

منور خان د خپلې کورنۍ سره اوس په د پيښور په حيات اباد کې اوسيږي. ( د جنوبي وزيرستان هغه سړکونه، چې د عملياتو څخه پخوا خلاص وو، اوس ټول بند شوي دي، هغه سړکونه چې خلاص دي، ځای پر ځای پکې پوستې او سيمټي موانع اچول شويدي، چې مزل يې ستونزمن کړی دی. د شپې لخوا په وزيرستان کې سفر کول منع شوی دی. د شپې سفر کول نه يواځې دا چې ستونزمن دی، بلکې خطرناک هم دی. دلته وړه غلطي هم کيدای تا بنديخانه ته وليږي.)

منور خان وايې: (کله چې د نږدې سيمو خلک جنوبي وزيرستان ته داخليږي، بايد له موټر څخه ښکته شي، په اوږد ليکو کې لمر ته ودريږي او خپل شناختي کارډ / تذکره وښيي. ددې ترڅنګ ډرايو بايد ورو ورو مزل وکړي، په لاس باندې د تسليمۍ اشاره وکړي او وروسته د وړاندې تګ ليکلي اجازه ترلاسه کړي.)

(د موتر په داخل کې ټول سامان کتل کيږي، شميرل کيږي او او په اجازه پاڼه کې ثبت کيږي. دغه ليکلي اجازه په راتلونکي پوسته کې بيا کتل کيږي، چې کوم شی خو به په کې کم شوی نه وی. که چيرې کوم شی په کې کم وي، ته مجبور يې چې پخوانۍ پوستې ته بيرته ورشې او پوره اجازه پاڼه بيرته واخلې. کارونه ډير ځنډيږي او هلته ټول مسافرين په ساعتونو منتظر ولاړ وي او وروسته به تاته بله ليکلي اجازه پاڼه درکړل شي.)

(امنيتي کسان په سړک او د هيواد په نورو سيمو کې، په خاص ډول په کليوالو سيمو کې په غير ضروري شيانو ستونزې رامنځ ته کوي. که چيرې يو عسکر هم په لاره تيريږي، ټول موټرونه ورته بنديږي. دوی بيړنيو مريضانو ته هيڅ توجه او پاملرنه نه کوي.

د شمالي وزيرستان د رزمک اوسيدونکی بختور وزير وايې: (دلته او په میرانشاه کې بازار خلاص دی، خو خلک ډير نه راځي، يواځې د مهمو کارونو او سودا لپاره راځي، خو زه تمه لرم چې حالات به ښه شي، د کال په دې موسم کې وزيرستان ډیر ښکلي وي او خلک ورو ورو بيرته راګرځي.

TR By HMB


No Comments »