Sunday , May 31 2020
drenps
کور / Uncategorised / ۱۳۳۹ مه برخه

۱۳۳۹ مه برخه

سنګینې حسن خان او حسن خان شوری د زړور خان له راتګ څخه خبره کړه، حسن خان تازه ګل پوهوي چې زړور یې په یوه بهانه راغوښتی، کله چې ډاډه شو، بیا به یې تاسې د نیولو لپاره اقدام وکړئ، زړور او سنګینه هم خوشاله دي چې شوری یې د پرخې له کورنۍ سره جرګه کوي #د_زور_واده_جرم_دی #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی. میوه ګل ملا صیب ته ډاډ ورکوي چې ډیر ژر به عبدالرحیم د وسله والو له منګلو راخوشې شي، په عین وخت کې سکندر د عبدالرحیم په خوشې کیدو غوسه دی او د وژلو ګواښ یې کوي #د_کانونو_غیرقانوني_کیندل_جرم_دی #د_جابرخان_د_وسله_والو_خلاف_مبارزه. مطلب شاه سربند جوړولو کې د جال لګول بې فایدې بولي، خو فرید او ګل ولي قناعت ورکوي چې د اوبو د کنټرول لپاره معمولاً دا ډول جالونه له تیږو ډکیږي #د_انکشاف_لپاره_یووالی.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *