Thursday , May 28 2020
drenps
کور / Uncategorised / ۱۳۳۰ مه برخه

۱۳۳۰ مه برخه

د امن کمیټه وایي د عبدالرحیم ژوند مهم دی، باید د وسله والو شرطونه ومنل شي، خو راضیه وایي چې په هر قیمت کیږي زوی مې باید روغ رمټ کور ته راستون شي، وسله والو شرط ټاکلی چې د عبدالرحیم په بدل کې باید د امن کمیټه ختمه او کانونه د دوی اختیار کې ورکول شي #د_کانونو_غیرقانوني_کیندل_جرم_دی. تورپیکۍ د سردار اکا اندیښنه ختموي چې د ابرار د سبق په هکله یې لري، وایي د رحمداد سره به یوځای ښوونځي او مدرسې ته ځي، د ابرار د نه راتګ په وجه ګلزار خفه وي، خو مور یې ډاډ ورکوي چې که زړه یې تنګ شي، بیا به راشي #د_ښځو_ترمنځ_اعتدال_ساتل. تازه ګل د واده کولو اراده نه لري، که څه هم بخملې هڅه وکړه چې راضي یې کړي، خو د تازه ګل ترڅنګ شیرینه هم د دې کار مخالفت کوي.

 

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *