۱۲۸۳ مه برخه

میوه ګل او بخمله د انعام ګل په لیدو، هغه ناروغ بولي، کلینک ته یې رسوي، خو د کلنیک ډاکټر یې ولایتي روغتون ته لیږي، وایي په سمه توګه شیدې نه دي ورکړل شوې #د_ماشومانو_سالمه_روزنه. سنګینه د سلګۍ د لاسونو په لیدو لومړی بس پري او بیا حسن خان سره بحث کوي، وایي په ناوی جلۍ یې د کور د کارونو ترڅنګ لرګي هم مات کړي دي، لاسونه یې ټول پڼاکي دي #د_خواښې_او_اینګور_ترمنځ_اړیکې. ملک غني خپله خبره کلیوالو ته هم وکړه، وایي یا دې د دواړو کلیو د امن کمیټې مشري ماته راکړي، یا ملا کریم خان ته، ملک مطلب شاه هم پوهوي چې که د دواړو کلیو د امن کمیټې مشري ترلاسه کړي، هر ډول غیر قانوني کارونه به پرته له خطره ترسره کړای شو #د_جابرخان_د_وسله_والو_پر_وړاندې_مبارزه.


No Comments »