۱۲۷۴ مه برخه

د جعفر او سلګۍ واده تیار دی، انجونې د دود سره سم جوړې ښکاره کوي، حسن خان عبدالرحیم ته ډاډ ورکړ چې کلیوال د امنیت په خاطر په پټه څوکیداران ګماري، خو بیا هم باید احتیاط وکړي #د_ځان_ساتنه_فرض_ده #خذوا_حذرکم #د_وسله_والو_خلاف_مبارزه. میوه ګل بیرته په خپل کور کار پیل کړ، عجب ګل لا هم په خپله خبره ولاړ دی چې میوه ګل د شوری له پیسو غلا کړې ده، خو شبانه یې دا شک بې بنسټه بولي، بل لوري ته نورالله راضي نه دی خو بدرۍ وایي شیرینې ته باید د اینګور د مړینې له امله غمشریکۍ او فاتحې ته ورشي #له_تهمت_لګولو_وړاندې_پلټنه_کول. کلیوالو د ملک غني عذر ومانه خو وایي که بل ځل یې د واکسینو یا صحي کارمندانو مخنیوي وکړ، پرته د کور له سوځولو یې نه پریږدو، سردار اکا د کلیوالو له پریکړې څخه تورپیکۍ هم خبروي، ترڅو سپوږمۍ دوی باندې هم زیری وکړي #واکسین_ژوند_ژغوري.


No Comments »