۱۲۵۵ مه برخه

د مدرسې شاګردان له روزنې وروسته ملا کریم خان ته ډاډ ورکوي چې د لارښونو سره سم به په ټوله سیمه کې د پولیو ضد واکسین تطبیق کړي، عبدالرحیم به هم د ملا صیب د وینا مطابق واکسیناتورانو سره ملتیا کوي #واکسین_ژوند_ژغوري #د_واکسینو_پوره_تطبیق_لپاره_همکاري. بس پري وروسته له هغې جعفر کلي ته راغواړي، چې حسن خان ډاډ ورکړ چې په سنګینې به فشار راوړي ترڅو له شرطونو تیره شي، یا یې کم کړي، خو جعفر لا هم زړه نا زړه دی، وایي په سنګینې باور نه لري چې له شرطونو به تیره شي #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی #د_ټولنې_ناوړه_رواجونه. ملک غني مطلب شاه ته غوسه دی چې نه یې د شوری د کارونو مخه ونیوی شوه او نه یې پر وړاندې خلک تحریک کړی شو، بل لوري ته شبانه خوشاله ده چې پاکو اوبو ته یې په اسانۍ سره لاس رسی وموند، له دې کبله له شوری او فرید څخه مننه کوي خو عجب ګل وایي د پروژې په تطبیق د ده ونډه هم د ستاینې وړ ده #پاکو_اوبو_ته_لاسرسی #د_پراختیایي_کارونو_ملاتړ.


No Comments »