۱۲۵۴ مه برخه

سلګۍ د مورد سرزورۍ او د دوی د واده د ځنډیدو په نورو علتونو زرمینې سره غږیږي، زرمینه هم سنګینه د شرطونو د ټاکلو له امله ملامتوي، بله خوا سنګینه له حسن خان سره په دې راضي شوه، چې د شرطونو په هکله به غور وکړي، خو که یوځل جعفر بیرته خپل کلي ته راستون شي، ترڅو معلومه شي چې بیرته پوډري شوی نه دی #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی #د_ټولنې_ناوړه_رواجونه. ملا صیب له عابد غوښتنه وکړه چې د پولیو واکسینو د تطبیق لپاره دې د مدرسې نورو شاګردانو سره په شریکه کار وکړي، عابد سره یې مور هم راضي ده او ډاډ ورکوي چې پلار به یې هم دا کار بد ونه ګڼي، که څه هم واکسینو سره جوړ نه دی #د_واکسینو_پوره_تطبیق_لپاره_همکاري #واکسین_ژوند_ژغوري. ګل مینه د فرید د وینا سره سم، د کلي ښځې پوهوي چې د پایپونو له اوبو څخه یواځې د څښاک لپاره استفاده وکړي، بل لوري ته کلیوال د پاکو اوبو د پروژي د تکملیدو او ورنه د ګټې اخیستې پرانیسته کوي، که څه هم ملک غني او مطلب شاه له پرانیستې مخکې د پروژې مالي حساب په هکله وضاحت وغوښت، خو د شوری مسولینو ډآډ ورکړ چې سپیناوي ته هر وخت تیار دي #پاکو_اوبو_ته_لاسرسی #د_پراختیایي_کارونو_ملاتړ.


No Comments »