۱۲۵۳ مه برخه

سنګینه د جعفر د پیدا کیدو خبره دروغ ګڼي، خو حسن خان د بس پري په خبره باور لري، جعفر یو ځل بیا هم مور ته زنګ وهي او ډاډ ورکوي چې د پیسو ګټلو څخه وروسته به بیرته کلي ته ستون شي، مور یې د سنګینې د بې باورۍ څخه هم خبروي خو جعفر یې په هکله بې پروا دی #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی #د_ټولنې_ناوړه_رواجونه. ملک بهادر ملا کریم خان ته ډاډ ورکوي چې د واکسینو په پوره تطبیق کې یې ترشاه ولاړ دی، ترڅنګ یې د مدرسې شاګردان د واکسینو تطبیق ته وروسته له هغې غاړه ږدي چې ملا صیب یې پوهوي چې د #واکسینو_خلاف_افواهات_د_باور_وړ_نه_دي #واکسین_ژوند_ژغوري. ملک غني مطلب شاه ته غصه دی چې ولې یې د شوری د پاکو اوبو پروژې مخنیوی ونه شوی کړی، بله خوا فرید له ګل مینې غواړي چې میرمنې وپوهوي ترڅو د پایپونو له اوبو څخه یواځې د څښاک لپاره استفاده وکړي #پاکو_اوبو_ته_لاسرسی #د_پراختیایي_کارونو_ملاتړ.


No Comments »