۱۲۵۲ مه برخه

د اوبو ډیګۍ چمتو شوه، د عجب ګل په شمول ټولو مزدورانو ته خپله اجوره ورکول شوه، شبانه خوشاله ده چې له یوې لورې یې خاوند حلاله مزدوري وکړه او له بل لورې د پاکو اوبو د پروژې په تکمیلیدو سره به اوبه هم ورته لنډې شي #پاکو_اوبو_ته_لاسرسی #حلال_رزق_ګټل_عبادت_دی. نادیه سلګۍ د جعفر له حاله خبروي، وایي د واده د مصارفو د پیدا کیدو لپاره کار کوي، بس پري د سنګینې په غوښتنه جعفر ته زنګ وهي، ترڅو سنګینه ورسره پخپله خبرې وکړي، خو د جعفر شمیره بنده وي، د سنګینې شک نور هم زیاتیږي #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی #د_ټولنې_ناوړه_رواجونه. د واکسینو د پوره تطبیق د تضمین لپاره ملا کریم خان وټاکل شو، که څه هم مطلب شاه هڅه کوله چې دا مسولیت پخپله واخلي، بل پلو د ملا صیب میرمن ویریږي چې د ملا صیب دا کار ملک غني په غوسه نه کړي، خدای مه کړه بیا یې اړیکې خرابې نه شي #واکسین_ژوند_ژغوري #د_واکسینو_په_تطبیق_کې_همکاري.


No Comments »