۱۲۵۱ مه برخه

ګل مینه د شبانې په شمول د کلي میرمنو ته ډاډ ورکوي چې د پاکو اوبو پروژه په تکمیلیدو ده، فرید د شوری د کارونو له امله کور ته ډیر کم وخت ورکوي خو ګل مینه یې د کلي د ابادۍ په خاطر ملاتړ او همکاري کوي #پاکو_اوبو_ته_لاسرسی #د_پراختیایي_کارونو_ملاتړ. حسن خان وروسته له هغې چې بس پري پرې د جعفر د پیدا کیدو زیری کوي، سنګینه هم خبروي چې زوم یې د کار لپاره تلی، خو سنګینه یې نه باوروي وایي جعفر بیرته پوډري شوی دی #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی #د_ټولنې_ناوړه_رواجونه. د واکسینو کمپاین کې د بې غورۍ له امله دا ځل نه شوری او نه هم ملک غني د باور وړ دی، چې د کمپاین د ښه ترسره کولو ضمانت وکړي ، د شوری سترګې سردار اکا ته دي خو ملک غني او مطلب شاه هڅه کوي چې دا ځل دې د کمپاین چارې د شوری مخالف کس ـ مطلب شاه ـ ته وسپارل شي #واکسین_ژوند_ژغوري.


No Comments »