۱۱۸۸ مه برخه

ملا صیب له میرمنې غواړي چې د زرمینې لمن کلکه کړي، د نادیه او عبدالرحیم د واده لپاره د بس پري رضا کول زرمینې ته اسانه دي، زرمینه د بس پري دا اندیښنه هم رفع کوي چې ګوندې د نادیه له واده وروسته به یې څوک د ګټې وټې نه وي #د_ځان_ساتنه_فرض_ده #خذوا_حذرکم #د_نکاح_لپاره_دوه_اړخیزه_رضایت_شرط_دی. عجب ګل خپل ضد پوره کړ، زرکې یې کورنۍ ته خواړه راوړې و، خوعجب ګل سره د خوړو له کوره وشړله، زرکې د شبانې د روغتیا لپاره له هغې غوښتې وو چې #د_ماشومانو_د_زیږون_ترمنځ_واټن مراعت کړي، خو عجب ګل یې شیطاني بولي. د دې لپاره چې ناپیژنده خلک د کلیوالو او ګل ولي له خولې ولویږي، د ملک غني په لارښونه به مطلب شاه خپل او د ځینو کلیوالو نومونه هم د مرستې په مستحقینو کې ولیکي، ترڅو کلیوال په دې غوغا شي #د_طبعي_پیښو_لپاره_چمتوالی #د_مرستو_عادلانه_ویش.


No Comments »