د پولې پورې ډرامه: د خلکو د ژوند ملګری

مونږ ته کله کله وینا کیږې چې تاسو څنګه دا ثابتولی شئ چې د پولې پورې ډرامې مثبته اغیزه کیږي په اوریدونکو باندې.  نو په دې سلسله کې د پولې پورې ډرامه باقاعده د اوریدونکو جاج اخلي او د اوریدونکو تر منځ څیړنه کوي چې آیا دوي د پولې پورې ډرامه څومره اوري؟ او د اوریدو سره سره، دوي د پولې پورې ډرامې نه څومره عبرت اخلي؟ له دې څیړنې نه هم د اوریدولو اندازه کیږي، او هم د اغیزې، چې د پولې پورې ډرامې موضوعاتو نه اوریدونکي څومره پند او نصیحت اخلي؟

خو کله کله له څیړنې نه علاوه، یوه واقعه کیږي چې و ښایي چې د پولې پورې ډرامه په خلکو باندې څومره اغیږه کړی ده او څومره ځای یې د خلکو په زړونو کې پیدا کړی دی. داسې یوه واقعه د پولې پورې راډیو د پروګرامونو مشر ضیا لالاخیل سره بله ورځ تر سره شو.

ضیا لالاخیل دغه واقعه پخپله بیانوي:

«زمونږ په کوڅه کې یو زنانه چې پنځه ورځې وړاندې یی ماشوم زیږولی وو بیګاه شپه ډیره سخته ناروغه وه خسر یی زمونږ دروازه وټکوله او راته یی وویل مونږ سره لږ روغتون ته لاړ شه ناروغ مو سخت دی بل موټر مو پیدا نکړ. زه هم ورسره اول اریانا روغتون ته لاړم بیا له هاغه ځایه یی صحت عامې ته ولیږلو، کله چې د ناروغ معاینه او ټسټونه وشو نو معلوم شو چې تیتانوس ورته لږیدلی وو او وجه یی دا وه چې، سره د دې چې د زیګون په وخت کې به ناپاک آلات استعمال شوی وو، د حمل په دوران کې یی واکسین ورته نه وو کړي. کله چې ډاکتر دوی ملامته کړل نو د ناروغ د خاوند خور ورته وویل مونږ خو دا خبره د کشمالې په ډرامه کې هم اوریدلې وه  چې کشمالې واکسین او د ډاکتر سره مشوره نه وه کړې لور یی مړه شوه خو ورور مې د واکسینو مخالفت وکړ.

«ډاکتر وویل د کشمالې ډرامه د کوم تلویزون نه خپریږي؟ نو بیا ما ځواب ورکړ دا رادیوي ډرامه ده د اراکوزیا راديو نه خپریږي او تولید یی مونږ کوو، پوره معلومات مې ورکړل نو ډاکتر ویل یاره دا خو به له دې روسته زه هرو مرو اورم ، بیا یی د ناروغ خسر او خاوند ته وویل هر وخت سر زوري خوند هم نه کوي کله کله د خلکو هم منل پکار دي.»

سره له دې چې مونږ خوشحال یو چې د پولې پورې ډرامې يوې واقعې په وجه خلکو ته دومره پوهاوی و شو، خو بیا هم ښخې د حاملګۍ په وخت کې وکسین نه و لګولی. دې بیا هم د تیتانوس لا علاجه بیمارۍ کۍ ګیره شوه. نو د پولې پورې رادیو کې مونږ احساس کوو چې مونږ ته نور هم ډیر زیات کار پاتې دی دې لپاره چې له داسې مرضونو نه خلک پوره په امن کې وي.

سره د دې چې مونږ د پولې پورې ډرامې د نور هم اغیزمن کیدو لپاره دعا کوو، مونږ د دې ښځې د صحت یابۍ لپاره هم دعا کوو. الله دې ور ته صحت ورکړي  او نورې ښځې او ماشومان دې خدای د داسې مرضونو څخه، هم د وکسین پر ذریعه او د هم د صحيح طبې پام لرنې پر ذریعه، محفوظ و ساتي.


Series Trailer

Latest News