Sunday , May 31 2020
drenps
کور / Uncategorised / ۱۳۲۹ مه برخه

۱۳۲۹ مه برخه

جابر تمه لرله چې عبدالرحیم به په پلار فشار راوړي چې د دوی غوښتنو ته حاضر شي، خو عبدالرحیم له پلار وغوښته چې د جابر د ګواښونو کیسه کې مه کیږه، جابر په دې کار ډیر غوسه دی، سکندر لا هم د عبدالرحیم د وژلو هڅه کوي #د_کانونو_غیرقانوني_کیندل_جرم_دی. سکینه او ابرار د یو بل په لیدو ډیر خوشاله شو، ابرار ورته د تورپیکۍ د نیک چلند ستاینه کوي، خو د سکینې زړه لا هم تورپیکۍ ته ډک دی، سکینه سردار اکا سره له تګ څخه انکار کوي او وایي همدلته راته باید نفقه راولیږې، ابرار هم له ځان پاتې کوي #د_ښځو_ترمنځ_اعتدال_ساتل. بس پري د زړور د بدعملۍ پیغور سلګۍ ته ورکوي، خو سلګۍ وایي ما یې د اصلاح هڅه وکړه، خو د نه اصلاح په نتیجه کې مې ورسره اړیکې هم پرې کړې #د_ځان_اصلاح_د_جهان_اصلاح #د_زور_واده_جرم_دی. بخمله له میوه ګل غواړي چې د تازه ګل د واده په هکله فکر وکړي، خو میوه ګل وایي که تازه ګل راضي وي، ستونزه نشته.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *