Sunday , May 31 2020
drenps
کور / Uncategorised / ۱۲۹۴ مه برخه

۱۲۹۴ مه برخه

بدرۍ له شیرینې غواړي چې په صبرو دې شک نه کوي چې ګوندې د انعام ګل د رضاعي مور په بهانه غواړي پیسې ترلاسه کړي، دا کار دې سړو ته پریږدي، خو شیرینه صبرو سره د مخ کیدو سره سم له صبرو غواړي چې د پیسو ترلاسه کولو خیال دې له ذهنه اوباسي #بې_بنیاده_شک_کولو_څخه_ځان_ساتل. ملک غني په عجب ګل شکمن دی چې ګوندې د شپې لخوا به غره ته ختلی وي، خو مطلب شاه یې اندیښنه بې ځایه بولي، عجب ګل د خپل نوی کار په هکله کورنۍ ته هم حال نه وایي چې چیرته او په کوم کار بوخت دی #د_جابرخان_د_وسله_والو_خلاف_مبارزه. جعفر له مور غواړي چې سلګۍ سره د کور په کارونو کې مرسته وکړي، ترڅو زیات وخت منګیز مرکز کې کار کولو ته ورکړي، سلګۍ له مجبورۍ د مرکز کار د شپې لخوا کوي خو دې کار ته یې جعفر ډیر خفه دی #د_خواښې_او_اینګور_ترمنځ_اړیکي.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *