Sunday , May 31 2020
drenps
کور / Uncategorised / ۱۲۹۲ مه برخه

۱۲۹۲ مه برخه

نورالله هڅه کوي چې د بدرۍ مخه ونیسي، خو بدرۍ د شیریني د لمسي ـ انعام ګل ـ مبارکۍ ته راځي، بدرۍ شیرینه بدبخته بولي چې د ګل په څیر لمسی ترې صبرو وړی، خو شیرینه وایي پوهیږم چې انعام ګل هلته وخت نه شي تیرولی او ژر به یې بیرته راوړي #د_ماشومانو_سالمه_روزنه. سلګۍ ټولې ګټلې پیسې خواښې ته ورکوي، خو خواښې یې پرې تور لګوي چې څه پیسې یې مور ته لیږلې دي، سلګۍ مایوسه ده، جعفر ورته خوراکي توکي راوړي، خو له خوړلو یې انکار کوي او د بس پري له چلند څخه ورته شکایت کوي #د_خواښې_او_اینګور_ترمنځ_اړیکي. مطلب شاه عجب ګل سره يوځای کیږي، وایي له ملک غني څخه په پټه د غره خزانې را اوباسو، عجب ګل ته یې کورنۍ په تمه ده خو تر نیمې شپې یې درک نه شته، نه یې کورنۍ پوهیږي چې چیرته به وي #د_جابر_خان_د_وسله_والو_خلاف_مبارزه.

[:]

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *