Sunday , May 31 2020
drenps
کور / Uncategorised / ۱۱۲۸ مه برخه

۱۱۲۸ مه برخه

بدرۍ لا هم هڅه کوي چې د شیرینې او میوه ګل ترمنځ روغه وشي، خو نورالله او شیرینه یې په هکله بې پروا دي، دلته د تازه ګل په وینا میوه ګل باید له واده وړاندې خپلې نوې میرمن سره یو نظر مخامخ شي، ترڅو د دواړو رضایت ډاډمن شي، ځکه دا د اسلام هم حکم دی #نکاح_کې_دوه_اړخیز_رضایت_شرط_دی. شوری د نادیه د مبارزې په ملاتړ او د ماینونو د له منځه وړلو لپاره د کلیوالو غونډه رابلي، خو ملک غني د ځان پرځای مطلب شاه غونډې ته لیږي ترڅو د کلیوالو په ارادې پوه شي #دظفرخان_د_وسله_والو_اوماینونو_خلاف_مبارزه. شبانې د زرمینې د لارښونې سره سم عجب ګل پوه کړه چې د منګیز مرکز د ادرسونو سره سم باید فرمایش کوونکو ته جوړې ورسیږي #منګیز_د_ګنډلو_مرکز.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *