Sunday , May 31 2020
drenps
کور / د ډرامې برخې / ۱۱۲۳مه برخه

۱۱۲۳مه برخه

د زرمینې تسلي وشوه چې عجب ګل رښتیا هم له دوکو کولو لاس اخیستی، د شبانې ترڅنګ یوسف هم د عجب ګل پښیماني تائیدوي او ترڅنګ یې عجب ګل ته د ګټې د زیاتیدو پیشنهاد کوي #حلال_رزق_ګټل_عبادت_دی. شیرینه وروسته له هغې چې نورالله د میوه ګل په وینا ځان د دوی له موضوع وویست، میوه ګل پسې خپله راځي ترڅو خپل کورته د تګ لپاره یې راضي کړي، خو میوه ګل وایي ترڅو یې شرط نه وي پوره شوی، هغې کورته نه ځي #دلستوڼي_مار. ملک غني د مطلب شاه د نظر سره سم په ظاهره کلیوالو ته په عریضې لاسلیک وکړ، سردار اکا به عریضه د ماین پاکۍ ټیم ته یوسي خو کلیوال لا هم ډاډه نه دي چې د وسله وال په شتون کې د ماین پاکۍ ټیم کلي ته زړه ښه کړي #د_وسله_والو_او_ماینونو_خلاف_مبارزه.

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *