Friday , April 10 2020
enps
کور / ليکنې / که ناروغ پرته د ډاکټر له وینا له روغتون څخه لاړ شي، څه ستونزې ورته جوړیدی شي

که ناروغ پرته د ډاکټر له وینا له روغتون څخه لاړ شي، څه ستونزې ورته جوړیدی شي

 

د لغمان ولایتي روغتون

ځینی وخت د ناروغ خپلوان د ناروغ د نسبي روغتیا په صورت کې، ناروغ پرته د ډاکټر له وینا څخه کور ته وړي، د دې کار نتیجه څه کیدی شي؟

په همدې تړاو مو د لغمان ولایتي روغتون په انګړ کې څو تنه پوښتلی چې ناروغان یې د تداوۍ لپاره نوموړي روغتون ته راوستي دي:

باز خان چې یو ناروغ یې د لغمان ولایتي روغتون ته راوستی، وایي، که د ناروغ صحت پوره د ډاډ وړ نه وي او پایوازان یې پرته د ډاکټر له وینا څخه له روغتون څخه کور ته یوسي، ناروغ نور هم بدتریږي، هغه له خلکو غواړي چې پرته د ډاکټر له وینا باید ناروغ کور ته انتقال نه شي او په روغتون کې پاتي شي.

د یو بل ناروغ پایوازی عصمت الله وایي، که ناروغ خراب شي، د شپې لخوا یې بیرته روغتون ته رارسول ستونزمن کار دی، په تیره بیا لیرو پرتو سیمو کې چې هلته محلي ډاکټران او کلینکونه د شپې لخوا بند وي او ولایتي روغتون ته یې رسول وخت او امکانات غواړي.

په همدې تړاو مو یو بل تن چې ناروغ یې لرل او روغتون ته یې د تداوۍ په موخه راوستی و محمد عارف هم وپوښته، هغه وایي دا کار د ناروغ د مړینې سبب هم کیدای شي، نو پکار ده چې خلک دې نقطې ته جدي پام وکړي.

له دې ور اخوا مو د لغمان ولایتي روغتون یو تن ډاکټر، چې مرتضی نومیږي او د یاد روغتون د داخله وارډ یو تن ډاکټر دی، هم پوښتلی دی.

که څوک ناروغ پرته د ډاکټر له مشورې له روغتون څخه یوسي، دا کار څنګه ارزوئ او څه پایلې لرلی شي؟

ډاکټر وویل: موږ تل ټینګار کوو، چې خلک باید له دې کار څخه ځان وساتي، خو بیا هم ځیني خلک شته چې ناروغ پرته زموږ له مشورې څخه په خپل سر کور ته انتقالوي او دا د ناروغ لپاره ډیر خطرناک او حتی د مړیني سبب ګرځیدی شي.

ډیر کله داسې ناروغان چې له ایمرجنسي حالات څخه راووځي، ناروغ او پیوازان یې فکر کوي چې نور ښه دی، نو پرته د ډاکټر د وینا څخه یې کورته وړي، خو ډیر کله همدا ناروغان چې تداوي یې پوره نه وي شي، دوباره یې ناروغي لاندي کوي او حتی له منځه ځي.

ډاکټر زیاته کړه چې ډیر ځل داسې شوي دي، تیره ورځ هم یو ناروغ چې ډیر عاجل و، دلته یې راوړ، ابتدایه تداوي یې وشوه خو بیرته یې کورنۍ ټینګار کاوه چې کور ته یې وړو، خو کور ته له وړلو وروسته یې دا دی بیرته راوړی چې حتی د خبروکولو تاب هم نه لري.

د ډاکټر په وینا چې پایواز باید د ډاکټر خبرې او لارښونې جدي ونیسي او عملي یې کړي، په خپل سر باید کوم کار ونه کړي، چې خدای مه کړه د ناروغ د مرګ سبب ګرځیدلی شي، کوم معاینات چې د ډاکټر له خوا ناروغ ته لیکل شوي وي، باید ترسره شي، داسې نه وي چې معاینات بې ګټي وبولي او تیر شي تري.

خبریال: عبدالقیوم ریحان

ولایت: لغمان

په اړه Khalid Haqmal

Leave a Reply

Your email address will not be published. Required fields are marked *