که امبولانس ته لار ورنه کړل شي، څه به پیښ شي؟

د المواسات خیریه ټولنې امبولانس

امبولانس یا د ناروغانو او ټپیانو انتقالونکی موټر ډیر کله په ښار کې د ګڼې ګوڼې، د تالاشۍ محلونو او یا نورو عواملو له امله ځنډیږي او نه شي کولای چې د پیښې ځای ته په خپل وخت رسیده ګي وکړي او یا هم د پیښې له ځای څخه ټپیان روغتون ته ژر انتقال کړي.

په ټوله نړۍ کې خلک امبولانسونو ته لار پریږدي، په ځینو هیوادونو کې خو د امبولانس لپاره آن ترافیکي اصول مراعتول هم مهم نه دي، ترڅو له روغتونه د پیښې ځای ته یا د پیښې له ځایه روغتون ته ناروغان یا ټپیان ژر انتقال کړي چې د مرګ یا د ناروغۍ د شدت چانس یې کم کړي؛ خو برعکس په افغانستان کې امبولانس چلونکي او عام وګړي وایي نه یواځې دا چې عام موټروانان ورته لار نه ورکوي بلکې ډیر کله د پولیسو له لورې د تالاشۍ په محلونو کې هم د پلټنې په موخه ځنډیږي.

آیا د اړتیا پرمهال امبولانس په وخت سره د پیښې ځای ته رسیدی شي؟

د جلال اباد ښار یو تن اوسیدونکی محمد فهیم وایي: ( امبولانس چلونکي مسلکي او باتجربه ډریوران وي او په هر قسم لارو باندې د موټر د تیز ځغلولو هنر یې یاد وي، خو ډیر کله د څلور لارو د ګڼې ګوڼې او ترافیکي بې نظمۍ له امله نه شي کولای چې په وخت سره روغتون ته رسیده ګي وکړي.)

امبولانس ولې په خپل وخت نه شي را رسیدی؟

د ښار یو بل تن اوسیدونکی( مبارز) یې په ځواب کې وایي: ( د ښارې بې نظمۍ سربیره د پولیسو د تالاشۍ په ځایونو کې امبولانسونو ته په اسانۍ اجازه نه ورکول کیږي چې پرته له تالاشۍ څخه تیر شي، علت یې هم د ناامنۍ لوی ګواښ بولي. مبارز زیاتوي چې د ښار مساحت ته په کتو سره پکې موټرې او ریکشاوې زیاتې دي چې ډیر کله همدا د موټرو زیاتوالی د ښاري بې نظمۍ سبب ګرځي او د امبولانس موټرو پر وړاندې خنډ ګرځي.)

د همدې پوښتنې په ځواب کې محمد فهیم وایي چې ( د دې ټولو ستونزو ریښه دا ده چې عامه ذهنیتونو جوړ نه دي چې امبولانس ته لار ورکول یو وجداني وظیفه ده او په وینا یې د اړونده صحي ادارو څخه مو غوښتنه دا چې د دې احساس د راژوندي کولو لپاره د خلکو په ذهنونو کار وکړي ترڅو امبولانس ته لار ورکړي او د ناروغ یا ټپي د مرګ سبب ونه ګرځي.)

په ګڼه ګوڼه یا نورو حالاتو کې د امبولانس ځڼیدل څه پایلې لري؟

د جلال اباد ښار د یو اوسیدونکي ( شمس الرحمن ) په وینا د امبولانس ځنډیدل د ناروغ یا ټپي د حالت د لا خرابیدو، د وینې د ضایع کیدو او حتي د مرګ سبب ګرځي. د ده په وینا که امبولانسونو ته لار ورنه کول شي نو پایلې د ناروغانو او ټپیانو د ژوند بایللو پیښې کیدای شي.

د امبولانس د هارن اوریدو پرمهال باید خلک څه وکړي؟

مبارز وایي: ( د امبولانس د هارن اوریدو پرمهال باید عام موټروانان او چارواکي دواړه امبولانس ته لار ورکړي چې دا د دوی وجداني او ایماني دنده ده. که موټروانان فکر وکړي امبولانس ته د لار ورکولو په صورت کې دومره نه ځنډیږي خو سبا به د وجدان له ملامتیا څخه خلاص وي.

راپور: نعمت الله عادل


No Comments »