چیرته چې اوبه نه وي؛ هلته ژوند نه وي!

د نهرونو او سیندونو روانې اوبه باید د څښاک لپاره تصفیه شي، ترڅو د څاه ګانو د کندلو مخه ونیول شي.

د اوبو د کمښت علتونه کوم دي او څه ډول یې مخه نیولی شو؟

اوبه د الله تعالی نعمت دی، چې نه یواځې د انسانانو د ژوند د بقا سبب ګرځي بلکې حیوانات او نباتات هم پرته له اوبو څخه ژوند نه شي کولای. د نورو نعمتونو په څیر د اوبو په استعمال کې اصراف کول هم په اسلام کې منع دی او پکار ده چې د ضرورت وړ استفاده ترې وکړو.

د اوبو د کمښت علت یواځې د اوبو زیات استعمال نه دی بلکې ډوبې څاګانې ویستل، د سیندونو او نهرونو د روانو اوبو څخه استفاده نه کول او ځینې نور موارد هم کیدای شي. دا چې په دې وروستیو کې د هیواد په مرکز ـ کابل ـ جلال اباد او ځینو نورو ښارونو کې خلک د اوبو د کمښت سره مخ دي، نو علتونه یې څه دي او څنګه یې مخه نیولی شو؟ د جلال اباد ښار د یو شمیر اوسیدونکو له خولو یې اورو.

څومره وخت کیږي چې د اوبو د کمښت سره مخ یاست؟

همت الله صدیقي وایي: د اوبو کمښت سره خو ښاریان له ډیر وخت راهیسې مخ دي، خو د تیر یو کال راهیسې دا ستونزه جدي شوې ده او زیات خلک په خپلو څاه ګانو کې د اوبو د کمښت څخه سر ټکوي.

محمد ربي: ډیر وخت کیږي، چې دلته خلک د اوبو د کمښت د ستونزې سره مخ دي.

د اوبو بې ضرورته استعمال د اوبو د کمښت علت ګرځي.

علت یي څه دی؟ ولې دا اوبه کمې شوې دي؟

عبدالوهاب چې د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی، وایي چې د اوبو بې ځایه استعمال یعنې اصراف، د بارانونو کمښت او د زیاتو څاه ګانو ویستل د اوبو د کمښت عمده علتونه کیدای شي.

د عبدالوهاب د خبرو په تائید سره همت الله وايي چې مرستندویه ادارو د خلکو په غوښتنه نږدې د هر کور لپاره جلا څاه وکندله چې همدا کار د اوبو د کمښت سبب ګرځیدلی دی.

په نورو سیمو کې هم د اوبو د کمښت ستونزه شته او که یواځې همدلته ده؟

د جلال اباد ښار یو بل تن اوسیدونکی حکمت الله یې په هکله وایي چې د ښار په زیاتو ناحیو او نږدې سیمو کې خلک د اوبو د کمښت څخه شکایت کوي او په وینا یې د اوبو کمښت په ټوله کې په ټول ښار او خوا او شا ولسوالیو کې شته.

د اوبو کمښت د کومو ستونزو لامل ګرځیدای شي؟

د دې پوښتنې په ځواب کې د یاد ښار یو تن اوسیدونکی محمد ربي وايي، چې د اوبو پورې نه یواځې دا چې د انسانانو ژوند تړلی دی، بلکې د حیواناتو او نباتاتو لپاره هم اوبه د لومړنیو او اساسي ضرورتونو څخه ګڼل کیږي.

هغه زیاتوي که اوبه نه وي نو د کالیو مینځلو، ځان مینځلو او باغونو د اوبه کولو او ښیرازه ساتلو لپاره به د څه شي څخه استفاده وکړو؟ معلومه خبره ده چې دا هر څه د اوبو د شتون پورې تړلي دي.

د حکمت الله په وینا؛ چیرته چې اوبه نه وي، هلته ژوند نه وي.

چیرته چې اوبه نه وي؛ هلته ژوند نه وي!

د اوبو د کمښت پر وړاندې د خلکو او دولت مسولیتونه څه دي؟

همت الله صدیقي وایي: د خلکو لوی مسولیت د اوبو د کمښت پر وړاندې دا دی، چې اوبه د ضرورت په اندازه مصرف کړي او د اصراف څخه یي ځان وساتي.

د صدیقي په وینا د نړیوالو مرستندویه ادارو او دولت زیمواري دا ده، چې د څاه ګانو د کندلو پرځای دې د نهرونو او سیندونو د اوبه تصفیه کولو او د ښار ټولو سیمو ته په رسولو باندې کار وکړي، ترڅو د اوبه د کمښت کچه را ټیټه او یا هم ختمه شي.

راپور: امیدالله


No Comments »