په ټولنه کې دیني مدرسې څه اهمیت لري؟

د جلال اباد سره نږدې د نجم الدین اخوندزاده مدرسې د دستاربندۍ مراسم

زده کړې په هر نارینه او ښځینه فرض دي او په خاصه توګه دینې زده کړې خو له عصري زده کړو هم ډیرې اړینې دي. د خوشالۍ ځای دی چې نن سبا په اسلامي ټولنه کې د مدرسو شمیر ډیر زیات دی او دا شمیر ورځ تر بلې لوړیږي، خلکو ته پکار ده چې خپل ماشومان که نارینه وي یا ښځینه مدرسو ته ولیږي او د دینې زده کړو زمینه ورته برابره کړي. دا چې په ټولنه کې دینې مدرسې څومره مهمې دي او ولې باید خپل ماشومان مدرسو ته ولیږو؟ راځئ په دې راپور کې یې ولولو چې د میدان وردګو ولایت یو شمیر اوسیدونکي پکې پوښتل شوي دي:

په اسلام کې دینې مدرسې څومره او ولې مهمې دي؟

د میدان وردګو ولایت اوسیدونکی شاکر الله یې په هکله وايي:

(په اسلام کې مدرسه دومره مهمه ده لکه څومره چې ټولنې ته اسلام مهم دی. د الله ج له لورې مسلمانانو ته لومړی حکم د لوست و (اقراء) یعنې ولولئ! نو ښکاره خبره ده چې د دیني علومو د زده کړې لپاره باید مدرسو ته مراجعه وکړو، نو مونږ ته پکار ده چې خپل ماشومان مدرسو ته ولیږو ترڅو د دین په هکله ضروري مسائل او لمنونځ په سمه توګه یاد کړي.)

شاکرالله زیاتوي چې د مدرسې تعلیم په هر نارینه او ښځینه فرض دی ترڅو قران زده کړي، لمونځ په سمه توګه ادا کړي، د مشرانو احترام یاد کړي او د دینې حکمونو څخه ځان خبر کړي.

مدرسو ته د ماشومانو لیږل څنګه کار دی؟

دا پوښتنه د یاد ولایت یو بل اوسیدونکی – حمزه – راځوابوي:

په ماشومتوب کې چې د دین کومه زده کړه کیږي او د دین په هکله څومره کلکه عقیده جوړیږي، په بلوغ یا بلې دورې کې نه جوړیږي، بل دلیل چې بچیان باید د ماشومتوب دوره کې مدرسې ته ولیږو دا دی چې په مدرسه کې به لمونځ سم یاد کړي او د ټولو رکنونو او شرایطو څخه به یې ځان خبر کړي، ډیری وخت چې ماشومانو د مدرسې د استاد پرځای د کورنۍ له کوم ښځنیه غړي څخه لمونځ زده کړي نو د الفاظو له اشتباهاتو څخه خالي نه وي. نو پکار ده چې ماشومان هرومرو مدرسو ته ولیږل شي.

کومې کورنۍ چې ماشومان مدرسو ته نه استوي، پیغام مو ورته څه دی؟

نثار احمد امرخیلی وایي:

کورنۍ باید د ماشومانو راتلونکی او ابدي ژوند تباه نه کړي، ځکه که مدرسو ته ونه لیږل شي نو د دین څخه به ناخبره پاتي شي او د دین څخه ناخبري د هلاکت سبب ګرځي، په والدینو باندې د ماشومان یو حق دا هم کیدای شي چې ضروري دینې تعلیم پرې وکړي ځکه چې رسول الله (ص) فرمایي: (ألا كُلُّكُم راعٍ و كُلُّكُم مَسؤولٌ عَن رَعِيَّتِه)  هریو د ستاسو څخه د خپل عیال پر وړاندې مسول یاست؛ نو مور او پلار مسول دي چې د والدینو سالمه روزنه وکړي. قران پاک کې الله (ج) فرمایي؛ تاسو مه خپل ځانونه هلاکوئ او مه خپل اولادونه، نو مدرسې ته د ماشومانو نه لیږل یا پرې دینې زده کړې نه کول د ماشومانو هلاکت دی.

والدین باید ماشومان ولیږي ترڅو په انساني او اسلامي روحیه وروزل شي او د ټولنې د خدمت مصدر وګرځول شي چې دې سره به د دواړو دنیاوو ګټې تر لاسه کړي.

راپور: ذکرالله ذاکر


No Comments »