ټاکنې د چا غوښتنه ده، او څنګه کولی شو یو ښه پارلمان ولرو؟

په ننګرهار کې د انتخاباتي مبارزې یو عکس

ټاکنې د یو هیواد د اساسي قانون لخوا د ښه حکومتولۍ او استازیتوب لپاره یو مهم رکن دی چې د نړۍ په ټولو هغه هیوادونو کې چې د حکومت طرز یې شاهي نه وي، ترسره کیږي. افغانستان چې د حکومت ډول یې ریاست جمهوري دی او د نورو نظامونو په نسبت په جمهوري کې ټاکنې زیاتې کیږي او نږدې ټول اساسي ځایونو کې د استازو مقررول د خلکو له لورې د ټاکنو په وسیله کیږي.

دا چې ټاکل شوې ده د روان ۱۳۹۷ ه ش کال د میزان د میاشتې په ۲۸ مه نیټه پارلماني ټاکنې ترسره شي، او د هیواد نږدې ۹ میلیونه وګړي به په دې ټاکنو کې برخه واخلي، خو ځینې پوښتنې شته چې باید ځواب شي، راځئ پوښتنې او ځوابونه یې په دې راپور کې ولولئ:

ټاکنې ترسره کیدل د خلکو غوښتنه ده او که په خلکو باندې تحمیل شوي دي؟

د جلال اباد ښار یو تن استوګن صلاح الدین ایوبي، چې د خطاطۍ مرکز لري، په ځواب کې یې وایي چې ټاکنې د اساسي قانون سره سم د خلکو قانوني غوښتنه ده او شریعت هم خلکو ته د خپل استازي د ټاکلو لپاره د رای ورکولو او نظر شریکولو اجازه ورکړې ده. ایوبي زیاتوي چې د خلکو غوښتنه ده خو د بهرنیو د لاس وهنو او ځینې نورو موضوعاتو له امله دا ځل د ۵ کالو پرځای ۷ کاله وځنډیدې. د ایوبي په وینا په حکومتي چوکاټ کې د سمې رهبري او موثرې حکومتولۍ لپاره د ټاکنو له لارې د چارواکو او استازو تغیر او تبدیل ډیر مهم دی.

ولې ټاکنې په خپل  وخت ترسره نه شوې یعنې دوه کاله وړاندې؟

یو تن محصل عبیدالله چې د جلال اباد ښار اوسیدونکی دی وایي چې د حکومت بې اراده کیدل او د بهرنیانو لاس وهنې هغه موارد دي چې ټاکنې یې په نتیجه کې په خپل وخت نه ترسره کیږي.

انتخابات د خلکو او که د نړیوالو پورې تړلې دي؟

یو بل محصل ذاهدالله امیرې یې په هکله وایي چې شفاف انتخابات د افغانانو حق دی او ډیر کله د هیواد د محدودې سیاسي خپلواکۍ له امله د بهرنیانو د لاس وهنو ښکار ګرځي.

آیا راتلونکی پارلمان به د ولس غوښتنې پوره کړی شي؟

عباس چې جلال اباد ښار کې اوسیږي، د دې پوښتنې په ځواب کې وایي چې زیات نوماندان د تیر په څیر هڅه کوي چې د شعارونو او وعدو په زریعه د خلکو توجه راجذب کړي او رایه ترې واخلي، د پیسو او ډوډۍ ګانو په مقابل کې د خلکو څخه رایه اخلي نو دا حالت که سړی مشاهده کړي دې نتیجې ته رسیږي چې راتلونکی پارلمان به هم د تیر په څیر له داسې خلکو جوړ شي چې هیڅ د ټولنې په درد دوا نه شي. عباس زیاتوي چې زیات نوماندان د خپل صلاحیت څخه پورته شعارونه ورکوي، ځینې آن د ولسمشر تر کچې لوړو شعارونو او وعدو باندې بوخت دي.

پارلمان ته باید څه ډول استازې ولیږل شي چې د ټولنې غوښتنې پوره کړي؟

د صلاح الدین ایوبي په وینا خلک باید د نوماندانو په شعارونو او وعدو ونه غولیږي او د خلکو سابقه مطالعه کړي ترڅو د ولس د غوښتنو ترجمان پارلمان ولرو.

عبیدالله وایي چې د پارلمان د استازو ټاکنه د ولس په لاس کې ده، که وغواړي د خپلو هیلو سره سم پارلمان جوړولی شي.

راپور: مدیر جان کوټوال


No Comments »