ميلې د ملي یووالي او تفریح لپاره جوړیږي!

د نړۍ فرهنګ او ارزښتونو ته که زیر شو نو دا به راته جوته شي چې د بیلابیلو سیمو د خلکو فرهنګ سره توپیر لري خو د همدې فرهنګ ځینې داسې اړخونه هم شته چې نږدې په ټوله نړۍ کې د یو هدف لپاره کارول کیږي چې یو له دې فرهنګي موضوعاتو څخه میله او جشن دی.

میلې چې په عامه توګه د تفریح او  ټولنیزو اړیکو د پراختیا او د ملي وحدت او یوالي لپاره جوړیږي، زمونږ د هیواد په ډیری سیمو کې هم ځینې مشهورې میلې رواج دي چې په دې راپور کې یې د ځینو یادونه کیږي.

د ګل غونډۍ میله:

د پروان ولایت د ګل غونډۍ سیمه

د ګل غونډۍ میله چې د ارغوان ګل میلې په نوم هم یادیږي، د هیواد د نورو میلو په څیر د نوی کال په لومړیو میاشتو (حمل، ثور) کې د پروان ولایت په یوه غریزه سیمه کې چې ګل غونډۍ نومیږي ترسره کیږي، ګل غونډۍ نومې تپه چې خورا لوړه ده او د ارغوان ګلانو ګرد چاپیره پوښلی ده چې همدا ارغوان ګلان او ازاده فضا د پروان او نږدې ولایتونو اوسیدونکي دې ته اړباسي ترڅو د پسرلی په موسم کې ترې لیدنه وکړي او د ملي وحدت پیغام سره ډلې ډلې یادې غونډۍ ته لاړ شي.

د ځایي اوسیدونکو په وینا چې هر کال د حمل د میاشتې څخه تر ثور پورې سلګونه ځوانان د ارغوان ګل میلې کې اشتراک کوي او د کابل برسیره د لوګر، کاپیسا، بغلان، پکتیا، پکتیکا، ننګرهار او ځینې نورو ولایتونو څخه سیالانیان ورځي.

د ګل غونډۍ میلې ته راغلي سیالانیان دا ډول میلې د ملي وحدت او یووالي لپاره ډیرې اغیزمنې بولي؛ دا ځکه چې په میلو کې د ګڼو سیمو خلک سره راټولیږي او ټول ځانونه متحد ګڼي.

لکه استاد ګل زمان یې په هکله په یوه سندره کې داسې ویلې:

په ګل غونډي د ارغوان جوړې میلې دي

ځان جوړوه

لاس راکوه، ګلې ورځو چې نندارې دي

نارنج ګل میله او مشاعره:

په ننګرهار ولایت کې د نارنج ګل مشاعره

ننګرهار د مینې او ښکلا ګانو سیمه ده؛ خو په پسرلى کې نوره هم ښکلې کيږي. او د دې ښکلا د زیاتوالي لاملونه یې زیات دي خو د نارنج خوشبو او د نارنج په نوم میله او مشاعره یې د یادونې وړ دي. د نارنج گل دوديزې ميلې د دهقان له ورځې څخه سرچینه اخیستې ده، چې د سراج العمارت په بڼ کې به هر کال د دهقان په ورځ لمانځل کیده. په دې ميله کې به هرچا خپل څاروي په تیره غوايان ډېرښکلي کړي وو؛ په غاړه کې به يې ورته گونگري گان اچولي او ښايسته ټوکرې به يې ورباندې غوړولې وې. ۵۱ كاله وړاندې په ۱۳۴۰ ل کال كې د دهقان ميله د نارنج گل په نامه ياده شوه، دا ځکه چې ننګرهار د نارنج په کرلو او تولیدولو کې ځانګړی نوم لري. نارنج ګل میله لکه د هیواد په نورو سیمو کې په بیلا بیلو نومونو سره یادې شوې میلې او مشاعرې د د اطلاعاتو او فرهنګ وزارت تر چتر لاندې صورت نیسي.

نارنج ګل میله که څه هم لومړی یواځې میله یادیده خو اوس یې له نوم سره د (مشاعرې) وروستاړی هم اضافه شوی دي چې خلک یې د نارنج ګل میله او مشاعره بولي؛ دا ځکه چې هرکال د حمل(وری) د میاشتې په لمړۍ نیمایي کې د ځوانانو د ملي وحدت لپاره د نارنج ګل د میلې ترڅنګ د نارنج ګل مشاعره هم ترسره کیږي چې سلګونه نارینه او ښځینه شاعرانې پکې ګډون کوي او زیات شمیر یې خپل شعرونه نورو ته اوروي.

نارنج گل میله او مشاعره د هميشه بهارننگرهارد گڼو شنو نارنج ونو په ښاركې نمانځل كيږي او شاعران يې له خپلو خوندورو شعرونو سره د هرکال په پرتله توده وي، چې د اوریدونکيو شور او زوږ د هرشعرپه اوریدلو نورهم څپانده كيږي.

په دې دودېزه میله او مشاعره کې د هیواد له بیلابیلو ولایتونو څخه پر راغلیو سلگونو شاعرانو او لیکوالانو، سربیره د ګاونډي هیوادونو شاعران او لیکوال هم گډون کوي او د خپل دود دستور او ملي یووالي اظهار کوي.

د استالف میله:

د کابل ولایت د استالف سیمه

استالف د کابل یوه شنه او زرغونه ولسوالي ده چې د تفریح او چکر لپاره زړه راښکونکي منظرې لري. په دې په زړه پورې سیمه کې د کال په اوږدو کې او په خاصه توګه د پسرلی په موسم کې د جمعې د ورځې میلې جوړیږي او ډله ډله ځوانان د کابل ښار څخه د تفریح لپاره ورځي.

د استالف په سیمه کې یو مشهور زیارت د حضرت میر سیف الدین ولي چې مشهور په (ایشان صاحب زیارت) سره دی، واقع دی، چې ګڼ شمیر سیالانیان د چکر پرمهال د نوموړي زیارت څخه هم لیدنه کوي.

د استالف په سیمه کې یوه تپه ( غونډۍ) هم شتون لري چې ښامار ته ورته څیره پرې لیدل کیږي، د ځایې استوګنو باورونه دا دي چې دې ښامار غوښتل حضرت علي (رض) وخوري خو هغه له منځه وړی ده، خو د ځینو خلکو عقیده دا ده چې حضرت علي رض نه و بلکې کوم بل نیک سړی و او د خدای (ج) څخه یې د ښامار د هلاکت دعا وغوښته او ښامار له منځه لاړ، خو دا دواړه نظرې یواځې روایتي دي او کوم مستند ثبوتونه پرې نه شته. خبره ده میلو ده، هغه که په هره سیمه او هر وخت کې وي ښه والی یې دا دی چې د بیلابیلو قومونو، ژبو او مذهبونو خلک پکې راټولیږي، راغلي خلک د سیال څخه خوند اخلي او د سیمې اوسیدونکي یې له میلمه پالنې، چې دغه دواړه کارونه( سیل او میلمه پالنه) خلک دې ته هڅوي ترڅو په خپلو کې یو موټی او یو وجود وي.

د دې میلو ور اخوا د هیواد په ګوټ ګوټ کې ورته میلې او مشاعرې هر کال د پسرلی په موسم کې ترسره کیږي چې دا میلي په ټوله کې د ټولنې د ملي وحدت او د خلکو د تفریح سبب ګرځي چې دلته یې یواځې د نومونو په اخیستو اکتفا کوو: په هرات کې د هریوا میله، د بادام ګل میله، د بخدي میله، د بغلان د چل کلا میله، د مڼې ګل، د پکتیا نښتر ګل، د کندز ریدي ګل، د فراه عناب ګل، د هلمند سیند، د لوګر سنځل ګل، د کونړ سیند او د کندهار انار ګل نومې میلې او مشاعرې د یادولو وړ دي.


No Comments »