Friday , April 10 2020
enps
کور / د ډرامې برخې / د ډرامې ۱۳۴۸ مه برخه

د ډرامې ۱۳۴۸ مه برخه

د شوری د پریکړې له مخې زړورخان به په اجباري توګه د سربند جوړولو کې کار کوي، عجب ګل یې څارنه کوي او زړورخان ته ګواښ کوي که له دې کار انکار وکړي یا د تیښتې هڅه وکړه، له دې سخته سزا به وویني #د_قانون_حاکمیت #د_زور_واده_جرم_دی. ګل بي بي او سپوږمۍ په خپل کور کې د وسله والو شتون نه خوښوي، خو ملک غني وایي د وسله والو شتون یې مجبوریت دی ترڅو کور یې له سوځولو بچ شي، میوه ګل ملا کریم خان او ملک بهادر هم د وسله والو له راتګ څخه خبروي، ملا صیب وایي د وسله والو د څارنې ترڅنګ باید د غره نیولو په هکله فکر وشي #د_کانونو_غیرقانوني_کیندل_جرم_دی #د_جابرخان_د_وسله_والو_خلاف_مبارزه. خیالي ګل د فرید د لارښونې سره سم مطلب شاه د سربند ترڅنګ ګوري او لاس تړلی یې فرید ته سپاري، فرید له مطلب شاه غواړي چې په خپل کارونو دې اعتراف وکړي ګنې شوری به یې بندي کړي #د_انکشاف_لپاره_یووالی.

په اړه Khalid Haqmal