د ډرامې تکرار باید بیرته پیل شي!

اوریدونکي د ورځې لخوا د ډرامې د تکرار غوښتنه کوي!

د اوریدونکو له نظرونو څخه، چې وخت نا وخت یې د مبائیل له لارې د پولې پورې ډرامې دفتر سره شریکوي، معلومیږي چې د ډرامې سره یې لیوالتیا او علاقه ډیره زیاته ده، خو بعضې اوریدونکي په ځینو موضوعاتو کې له ادارې څخه ګیله من هم دي چې غوښتنې یې نه منل کیږي، له دې غوښتنو څخه یې زیات شمیر د ډرامې د تکرار په هکله دي چې بیا بیا یې کوي چې ډرامه باید د ورځې لخوا په یو مناسب وخت کې لکه څنګه چې پخوا و ، نشر شي او هم که ممکن وي د ډرامې د ټولو برخو تکرار په یوې شپې خپور شي.

هسې خو نږدي هر اوریدونکی چې ادارې ته زنګ ووهي د ځینو وړاندیزونو او غوښتنو سربیره د ډرامې د وخت د تبدیلۍ او یا د تکرار د نشر غوښتنه کوي خو دلته یې مونږ یو څو د نمونې په توګه راخلو:

عزیز الله چې د ننګرهار ګوشتې ولسوالۍ څخه اړیکه نیولې وه، د ډرامې د ستاینې ترڅنګ یې یادونه وکړه چې ډیر کله د شپې لخوا راډیو ته د نه لاس رسي یا نورو ستونزو له کبله ډرامه نه شي اوریدی، که د ورځې لخوا یې تکرار خپور شي نو له اوریدو به یې پاتې نه شي.

د اوړي په رارسیدو سره شپې لنډیږي نو ښکاره خبره ده چې د ماښام د لمانځه وخت هم وروسته کيږي، زیات اوریدونکي وایې چې د ماښام د لمانځه او اذانونو وخت هم ۷:۳۰ بجې دی او د ډرامې هم ، نو د ډرامې وخت باید بدل شي یا یې تکرار بیرته پیل شي.

 په همدې تړاو صفي الله چې د ننګرهار ولایت د چپرهار ولسوالۍ اوسیدونکی دی، وایې چې ډرامه د ماښآم د اذان څځه لږ وروسته چې د لمونځ وخت وي، خپریږي نو له دې کبله نه شي کولای چې ډرامه د شپې لخوا واوري نو له ادارې څخه مو غوښتنه دا ده چې د ډرامې تکرار دې د ورځې لخوا په ۱۲:۳۰ بجو بیرته پیل کړي ترڅو له اوریدو یې بې برخې نه شو، همدغې ستونزې ته عابد جان هم اشاره وکړه، د ده په وینا چې دلته د ننګرهار ولایت په روداتو کې د ماښام اذانونه او جمعه  په ۷:۳۰ دقیقو کیږي او ډرامه هم په همدې وخت خپریږي نو وخت یې باید یا وروسته شي او یا د ورځې لخوا تکرارً خپره شي. د دوۍ ترڅنګ احمدالله چې ده هم له روداتو ولسوالۍ څخه اړیکه نیولې وه، زیاته کړه که د ورځې لخوا تکرار نه نشریږي نو د شپې لخوا دې وخت یو ۱۵ دقیقې یا وروسته شي یا مخکې ترڅو هم جمعه وکړو او هم ډرامه واورو، خو ده سره هم ستونزه تر یو موقت وخت حل کیدای شي؛ ځکه چې د جمعې وخت خو تغیر خوري په همدې ۷:۳۰ بجو د تل لپاره نه پاتې کيږي نو غوره به دا وي چې ډرامه د ورځې لخوا د تکرار په شکل خپره کړئ.

وړوکی بهار په بټي کوټ کې د یوې دینې مدرسې شاګرد دی، د مدرسې استاد یې له ماسخوتن جمعې څخه مخکې کورته نه پریږدي، دی وایې چې که د ډرامې تکرار نه نشروئ نو بیا د ډرامې وخت د څه مودې لپاره ۳۰ دقیقې وروسته کړئ چې زه یې هم واورم، د بهار د خبرې په تائید سره مسعود له خوسته اړیکه نیولې وه او ورته غوښتنه یې لرله.

حیات خان او مبارز محمدي په جلا جلا اړیکو کې د ډرامې د وخت وروسته کیدو غوښتنه وکړه، د دوئ په وینا چې دلته روداتو ولسوالۍ کې په ۷:۳۰ په ځینو جوماتونو کې اذانونه شروع وي او په ځينو ځایونو کې خلک د ماښام په جمعې بوخت وي چې په دواړو شرایطو کې ورته راډیو اوریدل مناسب کار نه ښکاري، نو که د شپې لخوا د اذانونو یا جمعې له وجې راډیو ګانې خاموش کړي نو د ورځې باید د ډرامې تکرار وي که نه نو له اوریدو به یې بې برخې شي، او با دې هم ډرامه د شپې ۸:۰۰ بجو ته وروسته کړي.

ماریه چې له زابل ولایت څخه یې اړیکه نیولې وه، له اراکوزیا راډیو څخه ګیله منه وه، نوموړې ویل چې ما څو څو ځله تاسې سره اړیکه نیولې وه چې د ډرامې تکرار دې خپور شي، دلته د شپې په همدې وخت باندې اذانونه وي او د اذانونو په وخت کې راډیو اوریدل ګناه ده، نو زه دا ځل بیا هم له تاسې څخه غواړم چې د ډرامې تکرار د ورځې لخوا خپور کړئ.

راز محمد پکتیاوال بیا د رمضان میاشت کې د ډرامې د خپریدو په هکله اندیښمن و چې دې وخت کې د لمونځ ادا کیږي او خلک روژه ماتوي نو ډرامه که د ورځې لخوا په تکراري ډول نشر شي نو ډیر به ښه شي، همدا اندیښنه له احمدي ولي سره هم وه چې د ډرامې د تکرار لپاره یې له کندهاره اړیکه نیولې وه، ده زیاته کړه چې د روژې میاشت کې هم باید ډرامه خپره کړه او د ورځې لخوا تکرار یې حتماً په همدې میاشت کې پیل کړئ ځکه چې د شپې لخوا په ۷:۳۰ دقیقو خلک په روژه ماتو بوخت وي او یا  لمونځ کوي.

د نارینه وو ستونزه خو تر ډیره د لمونځ له وخت سره ده چې دې وخت کې که ډرامه اوري نو د جمعې لمونځ ترې ځي خو د دوۍ ترڅنګ یو شمیر خویندو هم اړیکې نیولې وي او د بیلابیلو دلایلو په اساس یې د ډرامې تکرار د ورځې لخوا بهتره ګڼل لکه عالیې له لغمان ولایت څخه اړیکه نیولې وه، عالیه وایې چې په دې وخت کې د ماښآم اذانونه ویل کیږي نو که د ډرامې وخت اته بجو ته وروسته کړئ نو ښه به وي او یا یې له ورځې لخوا تکرار بیرته پیل کړئ، همدا شان کریمې خور له پکتیا ولایت څخه، شبانې خور له کندهار ولایت څخه، نظیفې د خوست د تڼۍ ولسوالۍ څخه او عاطفې له کابل څخه په بیلابیلو وختونو کې ورته غوښتنې لرلې چې د شپې لخوا د اذانونو په وخت کې راډیو اوریدل ورته مناسب هم نه ښکاري او د کورنیو لخوا هم پرې د اذانونو له امله یا د ډوډۍ د تیارولو له امله د راډیو اوریدل بند شوي دي، نو له ادارې څخه مو غوښتنه ده ترڅو ژر تر ژره د ورځې لخوا د ډرامې تکرار بیرته پیل کړي.

ځینې اوریدونکې خو د ډرامې د تکرار په هکله د بیا بیا اړیکو نیولې له امله ستړي شوي دي او نږدې هره ورځ د تکرار غوښتنه کوي، خو زمونږ له لورې ورته د ژر پیل کیدو هیلې ورکول کیږي، بریالی په کونړ کې او احسان الله په سپین بولدک کې د پولې پورې ډرامې خاص مینوال اوریدونکي دي، د اړیکې پرمهال د دوئ لومړې پوښتنه همدا وي چې ( د ورځې لخوا د ډرامې تکرار ولې نه نشروي؟) له دوئ ور اخوا د زمریالي غوښتنه چې له لغمان څخه یې اړیکه نیولې وه دا وه چې مخکې مو د غرمې لخوا د ډرامې تکرار خپراوه، چې مونږ به په ډیره مینه اوریدله او له ښوونځې څخه به ډیر په چټکۍ څخه د کور خواته راتلو ترڅو ډرامه راڅخه تیره نه شي خو اوس یې ولې نه نشروي؟ باید بیرته یې پیل کړئ خو د ذاکرالله غوښتنه بیا له ده سره یو شان نه وه، هغه د ډرامې د ټولې اونۍ برخې په یوه ورځ اوریدل غوښتل چې باید نشر شي او که دا ټولې برخې د جمعې په ورځ خپرې شي نو ډیر به ښه شي.

په دې وروستیو کې د ډرامې د تکرار غوښتنه ډیره شوې ده او آن هر دوهم اوریدونکی  د ورځې لخوا د تکرار غوښتنه کوي چې علت یې تر ډیره د رمضان میاشت بلل کیږي؛ دا ځکه چې د رمضان میاشت کې خلک د ماښام اذان سره سم روژه ماتوي ، بیا لمونځ کوي او ترڅنګ یې جوماتونو ته ځي ترڅو د ماسخوتن لمانځه ترڅنګ تراویح او حتی په تراویحو کې د قران شریف ختمونه هم وکړي نو د ډارمې اوریدو ته د شپې لخوا نه اوزګاریږي دوئ په مسلسل ډول د تکرار غوښتنه کوي، د دوئ ټولو نومونه او نظرونه ذکر کول به ډیر وخت ونیسي خو دلته یې زه د یو څو نورو یواځې نومونه ذکر کوم چې د تکرار غوښتنه یې کړې وه: عبدالمصور د کابل د ده سبز څخه، نبي الرحمن د لغمان څخه، سرور شا د سپین بولدک څخه او انس الله د خوست د صبریو څخه د ډرامې د تکرار غوښتنه کړې وه.


No Comments »