د ډارمې تکرار ولې نه خپریږي؟

ګڼ شمیر اوریدونکي د ورځې له مخې د ډرامې د تکرار غوښتونکي دي.

د پولې پورې ډرامه چې تقریباً په ټول افغانستان کې زرګونه اوریدونکي او مینه وال لري د دوۍ له جملې څخه یو زیات شمیر اوریدونکو د پولې پورې ډرامې شمیرې ته زنګونه وهلي او دا پوښتنه یې کړې چې، د ورځې له مخې د ډرامې تکرار ولې نه نشروئ؟ چې د هغوئ له جملې څخه یې یو څو تنه د نمونې په توګه په دې راپور کې را اخلو:

نبي الرحمن په سمسور لغمان کې د پولې پورې ډرامې خاص مینه وال دی، ډیر کله د مبایل له لارې د ډرامې په هکله خپل نظرونه راسره شریکوي دا ځل یې د ډرامې د تکرار غوښتنه لرله، زیاته یې کړه چې د شپې لخوا ډیر کله ډرامه نه شي اوریدای که ممکن وي نو د تیر په څیر دې ډرامه د اراکوزیا راډیو څخه د ورځې له مخې تکرار نشرول شروع شي. په عین وخت کې شبانې له کندهاره د ډرامې سره د لیوالتیا ترڅنګ د ورځې له مخې د ډرامې د تکرار غوښتنه وکړه. پښتانه چې هر چیرته دي، د پولې پورې ډرامې سره مینه لري ځکه چې په ډرامه کې هر څه ورته د یو واقعت په توګه ښکاري ځکه خو د کوزې پښتنوخوا د چمن سیمې څخه ملالۍ اړیکه نیولې وه، ډرامه یې د خپل ژوند یو ریښتینې تصویر وباله خو غوښتنه یې دا وه چې ډرامه دې د ورځې له مخې په تکراري ډول بیرته پیل شي.

د میرمنو ترڅنګ ډیری ځوانان هم د پولې ډرامې سره مینه لري چې په وینا یې د خپل ژوند انځورګري پکې ویني، د موضوع په تړاو کابل جان د خوست ولایت اوسیدونکې هم زنګ وهلی وو او د ورځې له مخې د ډرامې تکرار یې بهتر وګڼل. عبدالرحمن چې د ارغنداب اوسیدونکی دی د کابل جان په څیر یې د ډرامې په تکرار تاکید وکړ. په عین وخت کې ذاکرالله د لغمان ولایت څخه د ډرامې د تکرار په تړاو د پولې پورې ډرامې شمیرې ته زنګ وهلی و، ذاکرالله د ورځینۍ برخې د تکرار ترڅنګ دا هم وویل چې مخکې به د اونۍ په پای کې د ټولې اونۍ ۵ برخې ډرامه نشریده او که له دوۍ څخه به د اونۍ په جریان کې کومه برخه پاتې شوه نو بیا به یې په هماغې ورځ اوریده خو اوس نه شته، علت یې څه دی؟ د ډرامې د اونیز تکرار د ژر شروع کیدو هیله یې وښوده. دا وړاندیز د لوې پکتیا د غرونو څخه هم منعکس شو، سفیه خور د پکتیا نه او مریم خور د خوست څخه د ډرامې تکرار د ورځې په ۱۲:۳۰ بجو د پیل کیدو هیله وښوده.

خلک د ورځینې ژوند ور اخوا ځینې مشخص انتخابونه لري، د ډیری ځوانانو مینه چې د پولې پورې ډرامې سره یې لري په دې وجه ده چې په ډرامه کې هر لوبغاړی ورته د خپل حقیقي ژوند یو فرد ښکاري، خو دا مینه یې شاید له دې وجې هم وي چې د ډرامې په هکله د دوۍ نظرونه بیا بیا اوریدل کیږي او منل کیږي په دې ورسیتو کې د ډرامې تکرار چې مخکې به د اراکوزیا راډیو څخه د غرمې په ۱۲:۳۰ بجو نشریدل، اوس نه نشریږي ، علت یې څه دی؟ دا پوښتنه خالد چې د ننګرهار د بهسودو او حمدالله چې د یاد ولایت د سرخرود اولسوالیو څخه یې اړیکې نیولې ، وکړه.

شمس الرحمن او کفایت الله چې دواړه د لغمان ولایت د علیشنګ اوسیدونکې دي د پولې پورې ډرامې د تکرار په تړاو یې اړیکه نیولې وه چې باید د ورځې له مخې بیرته شروع شي. له دوۍ وراخوا زرمینې د کندهار ولایت د دامان اولسوالۍ څخه اړیکه نیولې وه او همدغه غوښتنه یې لرله. په عین وخت کې شبانه او صدیقه د هلمند د سیند په غاړه د پولې پورې ډرامې مینه والې دي، دوۍ وایی: “زمونږ د ارکوزیا راډیو څخه دا غوښتنه ده چې د ډرامې تکرار دې د ورځې له مخې بیرته پیل کړي” د شبانې او صدیقې غږ د کابل ولایت څخه شبنم هم بدرګه کړ چې د ډرامې تکرار ولې نه نشریږي؟

لکه چې په پیل کې یاده شوه د ډرامې اوریدونکې د مختلفو کټګوریو او مختلفو عمرونو خلک دي، د ښځینه و ترڅنګ نارینه چې په وینا یې  د شپې لخوا د مختلفو علتونو له امله نه شي کولای چې ډرامې ته غوږ شي، نو هیله مند دي چې د ډرامې تکرار به د ورځې لخوا شروع شي، رفیع الله د هلمند ولایت څخه او رحیم الله د کندهار ولایت څخه اړیکه نیولې وه، د ډرامې سره د مینې د اظهار ترڅنګ یې د ډرامې د تکرار غوښتنه کوله.

د ننګرهار ولایت چې تفریباً ټولې کورنۍ یې د پولې پورې ډرامې سره بلدتیا لري او هره ورځ یې اوري، د دوئ په وینا چې ځینې یې ډرامه د سپین غر او ځینې یې د اراکوزیا راډیو څخه اوري دوۍ هم د ډرامې تکرار د ورځې له خوا غواړي، چې د دوئ له جملې څخه لاندې نومونه د یادولو وړ دي: امان الله د کامې ولسوالۍ څخه، نعمت الله د روداتو ولسوالۍ څخه، نادیه خور د خوږیاڼو څخه ، مجیب د بهسودو ولسوالۍ څخه او محمد هم د خوږیاڼو ولسوالۍ څخه د ورځې لخوا د ډرامې د تکرار غوښته کوي، او ځینو یې لا د ډرامې د ټولې اونۍ د تکرار  نشرولو وړاندیز هم کړی دی.

د خوست اوسیدونکي کوچني ماشوم (حفیظ الله ) په ماشومانه لهجې سره وایي: “دا ارکوزیا راډیو ولې ډرامه د ورځې نه نشروي؟” ځینې خلک خو بیخې د ډرامې سره لیونۍ مینه لري، بختې د سرحدي پولیسو په لیکو کې دی، خوست کې د سرحدي پولیسو د پوستې څخه یې اړیکه نیولې وه او غوښتنه یې لرله چې د ارکوزیا راډیو د مسولینو شمیره راکړئ چې په خپله ورسره دا موضوع شریکه کړو چې د ډرامې تکرار یې ولې د ورځې لخوا بند کړی دی؟ فوزیه هم د خوست اوسیدونکې ده ، د ډرامې سره انتهایې زیاته مینه لري ، هر لوبغاړې د یو خصوصیت له وجې ورته ګران دی د ملک غوصې ، د میوه ګل زارۍ ، د عجب ګل مخالفتونه او د مطلب شاه چلونه، خو فوزیه وایې چې د اراکوزیا راډیو څخه دې د ورځې لخوا د ډرامې تکرار بیرته شروع شي ، ځکه چې په وینا یې دوئ د شپې لخوا ډیر کله د ډرامې اوریدو ته نه اوزګاریږي. لیمې خور د کندهار څخه د پولې پورې ډرامې ستاینه وکړه او د فوزیه په څیر یې د ډرامې د تکرار غوښتنه هم کوله.

ساحل او محمد، دوه هغه مینه وال چې نږدې د کلونو راهیسې د ډرامې اوریدل نه قضا کوي، دوئ آن د ډرامو په نورو برخو پوره تفصیلې بحثونه راسره وکړه خو د نورو اوریدونکو په څیر یې د ډرامې د تکرار غوښتنه کوله چې باید د ورځې لخوا په ۱۲:۳۰ بجو نشر شي. سمیع الله د هلمند ولایت اوسیدونکې دی، دی هم د ډرامې په کلکو مئنانو کې دی، سمیع الله مخکې له دې چې د ډرامې د نورو برخو په هکله راسره نظر شریک کړي، د ډرامې د تکرار وړاندیز وکړ چې باید بیرته د ورځې لخوا پیل شي. ځینې اوریدونکې بیا د ډرامې د تکرار لپاره همدا ۱۲:۳۰ بجې وخت باندې هم دومره ټینګار نه کوي ، د دوۍ هیله دا ده چې ډرامه دې د ورځې په جریان کې، که سهار وي ، که ماسپښین او که مازیګر وي، نشر شي، دا نظر د حسینې چې د خوست نه یې اړیکه نیولې وه او د نظر محمد چې د کندهار د سپین بولدک څخه یې اړیکه نیولې وه ،وو. له دوئ ور اخوا د لغمان ولایت څخه د پولې پورې ډارمې دوه مینه والو ( احمد او عبدالستار) د ډرامې سره د مینې ښودلو ترڅنګ د ډرامې ډیره ستاینه وکړه او دا ډرامه یې د زیاتو ولسي ستونزو د حل لاره یاده کړه، د دې نظرونو سربیره یې د ډرامې د تکرار په هکله پوښتنه لرله چې دا څه موده کیږي د ډرامې تکرار د ورځې لخوا نه نشریږي ، علت یې څه دی؟ په عین مهال کې نجیب الله چې د د کند هار سپین بولدک کې اوسیږي ، له اراکوزیا راډیو څخه ګیله من و چې ولې د ورځې له خوا د ډرامې تکرار نه نشروي؟

د یادونې وړ ده چې د پولې پورې ډرامې شمیرې ته اوریدونکې نه یواځې دا چې د ډارمې د تکرار لپاره یې تاکیدې زنګونه وهي، بلکه هر ورځ لسګونه اوریدونکې د ډرامې د نورو برخو په هکله خپل نظرونه د همدې شمیرې له لارې مونږ سره شریکوي.


No Comments »