د نویو کینول شویو نیالګیو د وچیدو علتونه او حل لارې

زمونږ خبریال خالد خادم د موضوع په هکله په کنړ کې څو بزګران غږولي دي

هر کال د پسرلي د موسم په رانږدي کیدو سره د افغانستان په ټولولایتونو کې د نیالګیو کینولو پراخ کمپاینونه پلې کیږي چې په ترڅ کې یې میلینونه نوي نیالګي کینول کیږي مګر دا چې وروسته یې په سم ډول ساتنه نه کیږي نیالګي بیرته وچیږي ، په علتونو، او نورو یې په کنړ ولایت کې د یو شمیر خلکو نظرونه لولو.

نورالاسلام د کونړ ولایت د مرکز اوسیدونکی دی نوموړی د نویو کینول شویو نیالګیو د وچیدو د علتونو په اړه وایي((اکثره خلک چې نوي نیالګي اخلې ديته پام نه کوي چې دغه بوټی د زراعت ادارې لخوا تصدیق شوي دي او که نه؟ په خپل سر د بازار د نرسریو نه غیر تصدیق شوی نیالګي اخلي او په خپلو پټیو کې یې  کینوي چې د وخت په تیریدو سره دغه بوټي حاصل نه ورکوي او وچیږي.

د کونړ د مرکز یو بل تن اوسیدونکی محمد انور د نیالګیو د وچیدو د علتونو په اړه وایي((که نیالګي ته د نالولو پر وخت لویه کنده ونه ویستل شي،همدارنګه په خپل وخت ورته اوبه ورنکړل شي د هغې څخه اغزن تار تاو نه شي نیالګي د وخت په تیریدو سره وچیږي))

د سالار باغ سیمې یو بل ځوان احسان الله د نویو نیالګیو کینولو وروسته د هغې د ساتنې په اړه وایي((کله چې نوي نیالګي کینول شي باید په خپل وخت ورته اوبه ورکړل شي،مناسب چاپیریال ورته برابر شي،د هغې سیمې څخه چې نیالګي پکې کینول شوي دي کنډک تار یا انګړ تاو شی چې  په دې سره به دغه نیالګي دپسونو، غواګانو او نور حیواناتو  د خوراک څخه په امن کې پاتي شي او نیالګي به وده او نمو وکړي.))

د پولې پورې خپرونې خبریال کونړ کې د یو بزګر سره مرکه کوي

دا چې د نویو نیالګیو د کینولو پروخت باید کوم ټکي په نظر کې ونیول شي  چې په راتلونکي کې وچ نه شي؟

 په اړه یې نورالاسلام زیاتوي(( کله چې نیالګی کینوو باید ژوره کنده ورته وویستل شي،د کندې د سر او بیخ خاوره باید جلا ،جلا شي کله چې نیالګی په کنده کې کینوو د اول ورته د سر خاوره واچوو ځکه چې هغه چاغه ده بوټی ورسره ښه وده کولای شي بیا ورته د بیخ خاوره واچوو نوموړی وایې په دې سره به بوټی همداسي شین پاتي شي.

په همدې اړه کونړ د مرکز پورې اړوند د سالار باغ د سیمې د یوې نرسرۍ  د مالک صفي الله صافي لارښوني په دې ډول دي: (( کله چې بزګران د نرسریو څخه نیالګي وړي په ځانګړي ډول د ستروس د کورنۍ نیالګي( نارنج،مالټه،لیمو…) نو هغه باید د خپلې خلطې سره یا د یوه چم سره تر هغه ځایه ورسوي کوم ځای کې چې نیالګي کینول کیږي،مناسبه کنده ورته وویستل شي او نیالګی یې په مینځ کې په عمودي ډول راوستل شي او د نیالګي پیوند باید په خاورو کې ډوب نه شي هغه زیاتوي د کندې د سره خاوره چې ډېر عضوي مواد لري باید د نیالګي بیخ ته واچول شوي او کله چې د نیالګي خوا او شا د خاورو څخه ډکه شي باید د پښې په واسطه کیمنډل شي چې د نیالګي بیخ ته د هوا جریان ودرول شي او یو سطل اوبه نیالګي ته واچول شي په دې سره به نیالګي د وچیدو له خطر څخه په امن کې پاتي شي.))


No Comments »