د ماشوم د زیږون سند یا کارت څومره مهم دی، ګټې یې څه دي؟

د ماشوم د زیږون سند یوه نمونه

کله چې نوی ماشوم پیدا کیږي، په روغتون کې ورته د زیږیدو څخه وروسته د زیږون سند نومې یو کارت جوړیږي، دا چې د دې کارت ګټې څه دي او څومره مهم دی په همدې تړاو مو د ننګرهار عامې روغتیا کې د ولادي نسایې څانګې د زیږون د سند برخې مسوله ډاکټره روبینه پوښتلې ده:

پوښتنه: کله چې د ماشوم لپاره د زیږون سند جوړیږي، د ماشوم اړوند کوم معلومات پکې ذکر کیږي؟

ځواب: په کارت کې مختلف معلومات وي، لکه د ماشوم نوم، د کورنۍ نوم، د پلار نوم، د نیکه نوم او د مور نوم.  د مورنۍ ژبې ذکر هم پکې کیږي، د پلار دنده یې پکې ذکر کیږي، د ماشوم جنسیت په نښه کیږي، د مور د ولادتونو سر شمیرنه پکې وي او اصلي ولایت او ولسوالۍ ذکر هم پکې کیږي.

پوښتنه: دې کارت ته د خلکو لیوالتیا څومره ده؟

ځواب: د خلکو لیوالتیا زیاته ده، آن ځینې وخت چې موږ د کارتونو د کمښت سره مخ شو، دوی پخپله له موږ څخه د کارت غوښتنه کوي.

پوښتنه: دا کارت د ماشوم او یا یې د کورنۍ لپاره څومره اړین دی، او کومې ګټې ورته لرلی شي؟

ځواب: لومړی خو دا چې یاد کارت کې د ماشوم د زیږدنې تاریخ معلومیږي، دوهم، کله یې چې کورنۍ وغواړي ماشوم ښوونځي کې شامل کړي نو د همدې کارت په وسیله یې کولای شي، او ترڅنګ یې تر اته کلنۍ پورې که احصایې سره ټاپه شي، نو د پاسپورټ په توګه هم د استفادې وړ دی.

پوښتنه: که کومې کورنۍ د دې کارت د جوړولو څخه انکار وکړي، یا ترې صرف نظر شي نو په راتلونکې کې به یې ورته زیانونه څه وي؟

ځواب: اول خو داسې څوک نه شته چې د دې کارټ د جوړیدو څخه انکار وکړي، که وي هم نو موږ هڅه کوو عامه پوهاوی ورکړو ترڅو د کارت جوړیدو ته یې قانع کړو.

پوښتنه: آيا داسې کورنۍ شته چې یاد کارت د جوړیدو څخه وروسته بې ارزښته وګڼي، څیرې یې کړي او ویې غورځوي؟ که وي پیغام مو ورته څه دی؟

ځواب: داسې کورنۍ به نه وي چې دا کارت بې ارزښته وګڼي، هغه ځکه چې مخکې له دې چې دا کارت ماشوم ته جوړ کړو، موږ یې کورنۍ په خاصه توګه مور ته د دې کارت د اهمیت په هکله پوره معلومات ورکوو ترڅو کارت محفوظ وساتي، څو راتلونکې کې یې د استفادې وړ وګرځي.

خبریال: جان اغا صالح


No Comments »