جلال اباد ښار کې محصلین د کرایي اطاقونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي.

جلال اباد ښار، سپین غر ټاور

خبریال: جان اغا صالح

ولایت: ننګرهار

جلال اباد ښار کې میشت محصلین د ګڼو نورو ستونزو برسیره د کرایي اطاقونو په موندلو کې له ستونزو سره مخ دي، دوی وایي په ښار کې د شخصي پلازو مسولین یې په یو او بل نوم ځوروي چې دې حالت له ګڼو ستونزو سره مخ کړي دي.

د ښار په هر مارکیټ  او پلازې کې که وکتل شي نو په ډیری اطاقونو کې یې محصلین هستوګن دي او د ورته ستونزو په هکله شکایت کوي، د ښار په مدینه پلازه کې د احمد ولي په نوم یو محصل دا ستونزه تائیدوي او وایې چې دوی په ښار کې له درې کالو راهیسې ژوند کوي، چې اوسمهال دی په یو شخصي پوهنتون کې د حقوقو او سیاسي علومو په زده کړو بوخت دی.

د نورولي په نوم یو بل محصل بیا وایي په ډیرو سختیو یې د اوسیدو لپاره اطاق موندلی چې د میاشتې پنځه زره افغانۍ د اطاق کرایه ورکوي چې اوس په کې د ده په شمول څلور محصلین ژوند کوي.

د نیازمحمد په نامه بل محصل په شخصي پلازو کې له ځينو ستونزو سرټکوي او وایي چې د اطاق په کرایه نیولو کې یې ګڼې ستونزې ګاللي دي، چې د هواریدو غوښتنه یې کوي او وایي چې د نور خلکو سره باید محصلینو ته د اطاق په کرایه کې توپیر وشي او هم دې د محصلینو سره سم چلند وشي تر څو دوی په سم ډول زده کړې وکړي.

د محصلینو ستونزې چې ګواکې په شخصي مارکیتونو کې د اطاق په نیولو کې ورسره سم چلند نه کیږي او حتی دوی ته اطاق هم نه ورکول کیږي، د مارکیت یو مسول جان محمد نه مني او وایي په پلازه کې هر چا ته د اطاق نیول اجازه ورکوي.

خو نوموړی وایي ځینې شرایط شته چې اطاق نیونکی یې باید په نظر کې ونیسي، د مثال په ډول د تذکرې کاپي، ضمانت خط او همداسې چې نشه یې توکي ونه کاروي اطاق ورکول کیږي.

چې نوموړی د دې شرایطو هدف د امنیتي ستونزو مخنیوی بولی او وایي په دې سره که په راتلونکې کې کومه امنیتي ستونزه رامنځته کیږي دوی یې یو سند په لاس لري.

چې په دې کار سره یې په پلازو کې د ډیرو امنیتي پیښو مخه نیولې ده.


2 Comments »