برخه   ۹۴۸  

۹۴۸ مه برخه:

د خپریدو نیټه: ۱۳/۵/۲۰۱۸  یکشنبه

صحنه۱: مطلب شاه ملک ته په خوشالۍ راځي او ورته وایي چې زیری مې درباندې په سرک باندې موټرو ته اجازه ورکړل شوه سره ددې چې زمونږ هډه لا سمه جوړه هم نه ده، خو موټر پکې ودریدل. ملک وایي ځه دا ښه شوه اوس نو ته هم ځان بیدار ساته چې څوک د هډې په هکله ستونزه پیدا نکړي. مطلب شاه وايي د چا کار څه دی؟ زه منشي یم چې هر څه کیږي اول به خلک مانه پوښتنه کوي، بیا وایي ملک صیب اوس به له خیره هره ورځ بنډلونه بنډلونه پیسې ګټو . د هډې د پارچې پیسې د دوکانونو او هر کله چې د ملک بهادر هډه جوړه شي او ټول کار هلته انتقال شي د کرایي پیسې او د ګنډو او نور شیانو لیږلو رالیږلو پیسې. ملک وایي مطلب شاه د خولې سره دې پام کوه په جذبه کې راغلی یې د ګنډو په هکله خوله خلاصه نه کړې دا یوازې مونږ ته معلومه ده چې مونږ به په ګنډو کې څه شی لیږو؟ (ملک د پوډرو، افیمو او چرسو قاچاق کوي)

صحنه۲: زده کړو مرکز کې د مدرسې منظر دی. زرمينه د رخصتۍ په وخت کې سپوږمۍ ته د پاتې کیدولو ست کوي، سپوږمۍ ورته خپل پلار د راتګ خبره کوي، نو زرمينه سپوږمۍ ته وايي چې سپوږمۍ استاد خیر خو به وي پلار دې څنګه راغلی دی؟ سپوږمۍ ورته په خندني اواز وايي چې هو خیر وو زما د پوهنتون په هکله راغلی وو. پرخه وايې استاذې دابه نو څنګه شي مونږ ته به سبق څوک ښايي؟ سپوږمۍ ورته په خندني اواز وايي چې هم ستاسې له خاطره خو تراوسه پورې ما ځان غلی کړی وو او د پوهنتون نوم مې هم نه اخيستو، خو زما يوې همصنفۍ مې پلارته تلفون کړی وو چې سپوږمۍ ولې پوهنتون ته نه راځي؟ نو ځکه مې پلار هم راغلی وو؟ پرخه وايې نو اوس به څنګه کيږي؟ خدای مکړه زمونږ سبقونه پاتې نه شي؟ زرمينه سپوږمي ته وايي چې سپوږمۍ استاذې ستا کور ودان چې له تاسره زمونږ دومره غم شته دی، خو هسې استاذې زه هم د پرخې خبرې په سوچ کې واچولم، چې کشماله استاذه وزګاره نه ده اوبل څوک هم نشته. ما ويل هسې نه خدای مکړه چې زمونږ سبقونه په نيمايي کې پاتې نه شي.

صحنه۳: د بس پري کور دی. ناديه د مدرسې څخه کور ته راځي، مور سره ستړي مشي کوي او بيا ورته د جعفر خبره کوي چې هغه بيا د پلار نه راتښتیدلی دی او دا هم ورته وايي چې زه په لاره راتلم نو ما خپله وليدو، غږ مې هم پرې وکړ خو هغه منډه کړه او په خپله مخه لاړو. بسپري ورته وايي څه! څه! جعفر راتښتیدلی؟! هغه خو دې پلار سره غره ته تللی، بل څوک به دې لیدلی وي. ناديه ورته وايي چې نه مورې، جعفر لالا خو رانه بیخې نه غلطيږي او څه لیرې خو نه وو، نږدې وو راسره. نو بسپري په اندېښنې سره ووايي چې هسې نه بل کوم خوا لاړنه شي او یا یې څوک د دښمنۍ په ټس کې مړ نه کړي. ناديه ورته وايي خداې دې نه کړي مورې خو هسې مورې ما يوه خبره کوله، زه خو وايم چې دا ځل مې پلار کور ته راشي نو د جعفر لالا د واده خبره ورسره وکړه کیدای شې چې خداې يې د واده سره سم کړي. شکر دی پیسې خو هسې هم شته دی.

صحنه۴: سردار اکا سکینې ته وایي چې هغه د دوکان پیسې لږې راواخله . سکینه وایي چې په پیسو باندې څه کوې؟ تورپیکۍ ته خو به یې نه ورکوې؟ سردار اکا وایي نه هغې ته یې نه ورکوم ، ځم چې د دوکان لپاره سودا راوړم. سکینه وایي دا نو دسودا راوړلو وخت دی؟ ته خو به چې مخکې سودا پسې تللې نو سحر وختي به روانیدې. سردار اکا وایي هغه وخت خو سرک نه وو کنه خو شکر دی سرک زمونږ تر کلي پورې رارسیدلی او که خیر وو نو د ملک بهادر تر کلي به هم ورسیږي. دا خو پوخ سرک برکت دی چې ډیر کارونه به په لږ وخت کې تر سره کوو.

صحنه۵: ازاده فضاء ده. مامور بیدار د ملک غني خواته راځي او ورته وايي چې ما خو په دیره کې لټولې خو نه وې، هلته راته چا وویل چې بهر ته وتلی دی نو ځکه درپسې دلته راغلم. ملک غني وايي چې ولې نو راپسې لکه د سیوري ګرځې؟ بیدار وايي چې هم د هغه سپوږمۍ د تعلیم په هکله مې درسره خبرې کول غوښتل. ملک غني وايي چې هر څه وایه کیدای شي وې منم خو دا خبره درسره کله هم نه شم منلی، ځکه، دلته خو مونږ د ښځو نوم هم په تیز غږ نه اخلو چې څوک یې وانوري او ته پرې په ولایت کې نور تعلیم هم کول غواړې، زمونږ د اصولو بیخي خلاف خبره ده. مامور بیدار وايي چې زه یې څه کوم، که اعلی تعلیم یې وکړ نو ستا د کورنۍ په خیر به تمامه شي. ملک غني غصه غوندې انداز کې وايي بیداره! زه په خپل ګټه او تاوان ښه پوهیږم، ماشوم نه یم، دا ببولالې دې د زغم وړ نه دي.

صحنه۶: د شپې منظر دی. ظفرخان کورته راځي، د ستړي مشې په وخت کې   ډیر وارخطا وي او بس پري ته وايي چې هغه باتور خو دې بیا رانه راتښتیدلی  کور ته نه دی راغلی؟ بس پري ورته وايي نه کورته خو نه دی راغلی، خو ناديه چيرته په لاره کې ليدلی وو. غږ يې هم پرې کړی وو خو هغه بدبخته ترې تښتیدلی وو. خو هسې د جعفر پلاره ما ويل که جعفر ته چيرته د واده غم وکړو نو څنګه به وي؟ ظفرخان ورته وايي بس پري ته دا څه او څه ووايي هغه ته څوک خور لور ورکوي هغه خو په هغه شان دی. بس پري وايي ما او تا خو به خپل کوشش وکړو خدای مهربانه دی. ظفرخان ورته وايي چې غلې کينه، تاسره د جعفر غم دی او له ماسره لا دا اندېښنه ده چې هسې نه ناديه هم راباندې پاتې نه شي او څوک یې بیخي ونغواړي.


No Comments »